Banner

زه د تورو غرونو زاڼه

15.12.2006 14:57

بلېنډه بدرۍ

زه د تورو غرونو زاڼه
د یوې لوړېې څوکې سر کې
د یو دنګ نښتر په زړه کې
د زړې له درګو جوړې
په ها ځاله کې پیدا شوم
!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
لا ماشومه وم خو ما تش
د ټول غره له نورو زاڼو
دقران تر زړه لار وکړه
××××××××××××××××××
زه د تورو غرونو زاڼه
لا مې شوي پوره نه وو
د خیالونو وزٍرونه
خو ما تل به هان د ستورو
تر مسکنه لار څارله
هر سهر به مې له ځالې
لرې لرې وطنونه
ټول له یو نظره تیر کړل
زه به مسکه شومه غلې
ما به زر خپلې وزرې
له ډیر نازه وڅنډلې
ما به وې چې یوه ورځ به
زه هم والوځم هوا ته
لر او بر دا لوی وطن به
ټول له یو مخیزه چڼ کړم
خو چې کله به زما شوې
تر غوږو د نورو زاڼو
دا کږې وږې خبرې
چې ها ښکلي وطنونه
له بدرنګو خلکو ډک دي
په قدم قدم پراته دي
د ښکاریانولښکرونه
نو زما رنګین خیالو به
د بې وسو یتیمانو
په شان سر په زنګون کیښو
خو
چې کله به مې داسې
اوازه تر غوږو راغله
چې دا ټول وطن مین دی
په راګونو ، په سندرو
هر وګړی ېې شاعر دی
په ټپو ېې انځورونه
د طوطیانو،او کوترو
خوی د تورې،او میړانې
ېې ځلیږي له خبرو
هم شاعر زړګی ېې ډک دی
د جنت له ملغلرو
ما به بیا له ډیره ناره
په وزرو لاس راتیر کړ
×××××××××××××××××
زه د زاڼو په دې چم کې
مقدسه یادیدمه
ځکه ما به تر سهاره
د الله کلام وداسې
زړه راښکونکی زمزمه کړ
چې د غره له غونډو زاڼو
له مرغیو ،له طوطیانو
د دونیا رنګینۍ یووړې
هر سهار او ماښام ماته
سلامۍ وې چې کیدلې
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې جګې څوکې سر کې
دیو لوړ نښتر په غیږ کې
د زړې ،له درګو جوړې
په ها ځاله کې پیدا شوم
بس یو څو ورځې وې تیرې
چې زما د خیال وزرونه
زرزري ښکلي رالوی ؤ
په هماغه ورځ له ځالې
ناګهانه په هوا شوم
افتدا ددې پرواز مې
د سندرو له مخ وکړه
ترنم ته مې راګونه
د سیتار ګوته په خوله شول
هر یو تال ته مې د تورو
ساه الوتي ټول بنګړي ؤ
د آریوب تر مستو زرکو
اوازې مې د ټپو شوې
هره زرکه شوله ګونګه
له هر بازه مې شغ هیر کړ
×××××××××××××××××××
زه د تورو غرونو زاڼه
مقدسه ، په زړه سپینه
لا ماشومه وم ډارنه
زه په ژوند کې دومره لرې
له ها ځالې تللې نه وم
نو مې زر خپلې وزرې
له آریوبه وڅنډلې
په تکل د خپلې ځالې
ګړندۍ شان په هوا شوم
زه په لوړو لوړو څوکو
د سپین غره ومه روانه
ښکاریده چې مې وه ورکه
هاغه لاره مې تر ځالې
چې په کومه وم راغلې
خو لا هاغسې روانه
د سپین غره په لوړو څوکو
د یوې څوکې په سر ناست مې
یو څوک ولیدو له لرې
ما وې نه چې څوک ښکاري وي
او ټوپک ورسره نه وي
خو هغه څوک جادوګر ؤ
څه هودې ېې پخولې
زه ېې خواته ویریدلې
ستړې کیناستمه غلې
ما وې تا باندې سلام دی
دا کوم ځای او کوم مقام دی
ده سرې سترګې کړې راپورته
په اخلاص د زړه له کومې
هرکلي ته راولاړ شو
راته ووې ېې په مینه
ستړې مه شې ښکلې زاڼې
دغه څوکه د بزرګې
دا زما د کلي بام دی
خوپه دې لوړو ژورو
وایه ته له کومې راغلې؟
ما وې ښاد شې جادوګره
زه له ځالې په هوا شوم
ددې لوی وطن په سیل وم
له ما لاره ده غلطه
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې جګې څوکې سر کې
د یو دنګ نښتر په زړه کې
د زړو له درګو جوړې
له ها ځالې یمه ورکه
جادوګر ؤ سپين سپیڅلی
خوا خوږي وه پرې تمامه
ویل ېې زاڼې زما خور ېې
زه ملاتړ دې تر منزل یم
د ها دنګې څوکې لاره
ما لیدلې ده تر ځایه
خو دتورو غرونوزاڼې
دا وطن چې تا ېې سیل کړ
زه منم چې به رنګین وي
خو وګړي ېې بدرنګ دي
دلته هاغه خلک کم دي
چې په زړونو کې ېې نور دی
ما وې هو په خدای قسم دی
په دې غرونو تیریدمه
کله کله به مې خوا کې
تیره غشی په شنګ تیر شو
خو وځینو به بیا تم کړ
په لیندۍ کې یاغي غشی
راته لاره به ېې پریښوه
نو ویریږم جادوګره
که زما د ورکې لارې
ها پلو دې راته وښود
نو دعا به درته وکړم
جادوګر تسلي راکړه
ویل شیبه شه دلته تمه
زه راټولې مې تسبې کړم
دا چیلم مې د یارانو
هم په ځای دا زولنې کړم
دارباب د منجور دی
تر زیارته ېې وروړمه
ته همدغه ځای کې اوسه
دادې ځم او اوس راځمه
زه ولاړه وم په لاره
غلې پلې ېې په طمې
خوشیبې پسې اوږدې شوې
جادوګر هم ترېتم شو
یا خو زه ومه په بیړه
راختلې مې زړګی ؤ
تش په نښه مې ورپریښوه
د تندي زري بڼکه
نو مې څنډ وهل وزرونه
په ورک لوري په هوا شوم
×××××××××××××××××××
زه د تورو غرونو زاڼه
تیریدم په غرو راغونو
ترنم مې تر غوږو شو
یوه ډله خلک ناست وو
د سندرو ېې درزا وه
دا هماغه وو چې زاڼو
هم د غره مستو طوطیانو
به ېې تل ټپې ویلې
دا هماغه وو چې چاوو
په سندرو کې تراشلي
د طوطیانو، او کوترو
د وجود پاکې بڼکې
ما وې واه واه خوش بختي ده
زه به لاره مې د ځالې
ترې په مینه کړم مالومه
خو چې کیناستم ېې خواته
ډیر بدرنګ وو دا وګړي
ّڅه بدنیته ېې خبرې
هم ېې زړونه وو ډبرۍ
د احساس پلو ېې کټ مټ
د مارانو له خوی جوړ ؤ
دوی د درست وطن ښاغلي
خو په خدای چې وو ناولي
له خبرو ښکاریدل چې
دوی په ژوند به لا سندره
اوریدلې چرته نه وي
زه د تورو غرونو زاڼه
ترینه والوتمه غلې
ما وې ورکه داسې ښه یم
خو دا نه ارزي چی وکړم
ترې د ورکې لار پوښتنه
×××××××××××××××
زه د تورو غرونو زاڼه
لا وه لاره ډیره پاتې
لمر هم نور په غرغره ؤ
چې ایله مې د خپل لوري
هاغه ورک پلو پیدا کړ
ستړې ستړې تږې تږې
په چینه شومه راکوزه
د چینې خوا کې چینار ؤ
چې ېې ډډې سره خوا کې
څوک په ذکر دغفارؤ
ښاپیرۍ ترینه را پنډې
پکې ناست لکه سردار ؤ
ما وې تا باندې سلام دی
دا ته څوک ېې بختوره
دا د خدای توری دې څومره
په خواږه ترنم ووې
ده راپورته کړلې سترګې
تکې سرې له وینو ډکې
ویل ېې ستړې مه شې زاڼې
زه ددې چینار په خواکې
له کالو کالو دیره یم
دا مې کور او هم مې کلې
او دا دنګ چینار مې پیر دی
زه ملنګ ېې د مزار یم
ویل ېې ته وایه یه زاڼې
چې له کوم پلوه راغلې
ښکاري داسې چې وته له
نامالوم پلوه راغلې
ماوې هئ ملنګ صاحبه
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې دنګې څوکې سر کې
د یو لوړ نښتر په زړه کې
له زړو درګو نه جوړې
له ها ځالې یمه ورکه
زه دې مړه وای خو ملنګ صیب
چې په سیل نه وای راوتې
هی دا ښکلی لوی وطن څه
په بدرنګو خلکو ډک دی
ویل ېې هئ پرې ډیر افسوس دی
چا چې ستا زړګی مات کړی
دوی ریښتیا هم په زړو تور وو
ته ماشومه، پاکه ، ښکلې
ستا په سترګو کې ځلیږي
د قران بختور توري
خو زړه مه بایله ای زاڼې
دې وطن کې داسې خلک
هم بې دریغه دي اوسیږي
چې ېې زړونه دي هیندارې
او تراشلی ېې پرې خدای دی
ما وې وي به خدای ېې مل شه
زه مې ځالې ته بس ځمه
بیا په ژوند به هم رانشم
پدې لارو،په دې غرونو
ویل ېې پام مه وایه داسې
ستا مقام خو دی اسمان کې
جوړه ځاله کړه سپوږمۍ کې
ځه د ستورو چم کې ګرځه
وړ دې نه دي دغه غرونه
ځه ورځه په خدای دې سپارم
××××××××××××××××××××××
زه د تورو غرونو زاڼه
الوتم ترینه او تلمه
ما ېې لاس له درنښت ښکل کړ
ده وزر غاړې ته لاس کړ
د تسبو له لوی امیل ېې
د لونګو ځونډی راکړ
۱۲-۱۲-۲۰۰۶


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.