Banner

کراچۍ کې د عبدالهادي حېران په درناوي کې غونډه او مشاعره وشوه.

18.01.2007 12:00 د پښتو ژبې ليکوال، شاعر او ژورنالست عبدالهادي حېران تېرو ورځو کې د خپل کشر ورور د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره کراچۍ ته راغلى و. د کراچۍ په ادبي هلو ځلو کې د عبدالهادي حېران فعالې ونډې د کراچۍ ادبي ملګري دې ته اړ ويستل چې د ښاغلي مېلمه په درناوي کې غونډې او مشاعرې وکړي. هر څو که د هغه د لږ رخصت او د واده د زياتو مصروفيتونو له امله ګرانه وه چې دغه ډول غونډې په ښه معيار جوړې شي خو بيا هم د ځينو ملګرو همکارۍ او منډو دغه ګران کار اسان کړ.
په دې لړ کې لومړۍ غونډه چې عبدالهادي حېران يې مشري وکړه د جرس ادبي جرګې وه چې د کراچۍ صدر په يو باغ کې وشوه. په دې غونډه کې طاهر اپريدي، مبارک احمد مبارک، رياض تسنيم، ظفر کريمي، عبدالسلام سلام، امان اپريدي، عبدالهادي حېران او ځينو نورو ملګرو ګډون درلود چې د ادبي بحث او خبرو اترو ترڅنګ مشاعره هم پکې وشوه.
دوهمه غونډه د اتفاق پښتو ادبي جرګې سندهـ لخوا د جنورۍ په ديارلسمه نېټه ماسختن د فريد کالونۍ کې د عبدالهادي حېران په درناوي کې جوړه شوه چې د مشرتابه چارې يې حاحي نور اپريدي او د ستيژ چارې ساګر تنقيدي ترسره کړې. د غونډې پېل قاري شکيل احمد د تلاوت نه وکړو او په ستيژ د عبدالهادي حېران ترڅنګ فضل خالق غمګين هم ناست و. په دې زړه پورې مشاعره کې رياض تسنيم، عبدالهادي حېران، حاجي نور رحمان اپريدي، امان اپريدي، ساګر تنقيدي، محمد خان عندليب، عبدالسلام سلام، جلبل اشنغري، مکرم خان عاجز، شېخ حبيب عبرت، فضل خالق غمګين او ځينو نورو شاعرانو خپل کلامونه واورول.
درېيمه ادبي ناسته د جنورۍ په څوارلسمه نېټه د نامتو لنډه کيسه ليکونکي طاهر اپريدي په کور کې چمتو شوې وه خو د کراچۍ د يو مشر پښتون شاعر رضا خان ناتار د ناڅاپي مړينې او د مېلمه ليکوال عبدالهادي حېران د مصروفيت له امله ونه شوله.