Banner

د رحمان بابا کليز جشن، غونډه او مشاعره سبا پېل کېږي

05.04.2007 12:54


د پښتو د ستر صوفي شاعر رحمان بابا کليز جشن، غونډه او مشاعره د سبا (جمعه ‏2007‏-‏04‏-‏0٦) څخه د پېښور په خانه فرهنګ ايران کې د يو سيمينار څخه پېل کېږي.
دغه سيمينار به سبا ماسپښين درې بجې وي چې د پښتو نامتو شاعران، ليکوالان او څېړنکاران به پکې ګډون کوي او د رحمان بابا د ژوند او شاعرۍ په اړه به خپلې مقالې اوروي.
همداراز د هر کال په څېر به دا ځل هم د شنبې په ورځ د سهار نهو بجو څخه د رحمان بابا په مزار مشاعره پېل کېږي چې د يکشنبې د ورځې تر ماښامه پورې به دوام لري او د پاکستان او افغانستان د ليرې ليرې سيمو څخه به پکې شاعران ګډون کوي. په همدې مهال د رحمان بابا د عقيدتمندانو لخوا يو جشن لمانځل کېږي او دا ورځې د رحمان بابا مزار ته ډېر خلک راغونډېږي.
د غونډې او مشاعرې اهتمام رحمان بابا ادبي جرګې کړى دى