Banner

"اِهدِنا الصراط المستقيم"

01.05.2007 09:07
دا د ښاغلي مشتاق مجروح يوسفزي د هغې مقالې سرليک دى چې د مياشتنۍ "پاڅون" په وروستۍ ګڼه کې د جميل يوسفزي د چاپ شوي ليک او د هغه د اعتراضونو په ځواب کې ليکل شوې ده.
مشتاق مجروح خپله دا مقاله د ساهو ليکونکيو مرکه په اوونيزه غونډه کې کره کتنې ته وړاندې کړه چې ګډونوالو پرې ګټور بحث وکړو.
د ساهو ليکونکيو مرکه دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د اپرېل په دېرشمه نېټه ماځيګر مهال د خېبر بازار په اردو ساينس بورډ کې د سيد محمود ظفرپه مشرۍ کې ترسره شوه. د تېرې غونډې ګوزارش جمشېد مومند واورولو.
وروسته مشاعره هم وشوه چې سيد محمود ظفر، خان باتور، مشتاق مجروح يوسفزي، کندهار اپريدي، محمد عباس، زاهد خان زاهد، رئيس خان رئيس، عبدالهادي حېران، غلام حسېن محب، حماد حسن، زردول خان، جمشېد مومند، تاج الدين تاجور، امين غفار امين او ځينو مينه والو پکې ګډون درلود.
راتلونکې غونډه به د راروانې دوشنبې په ورځ کېږي چې خان باتور به پکې د باتورنامې يوه پاڼه کره کتنې ته وړاندې کوي

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.