Banner

"غزل" مذکر دى کۀ مؤنث ده

24.05.2007 15:25 سحر کتوزى
د غزل د تذکير او تانيث په حقله ګڼو ليکوالو خپلې خپلې رائې څرګندې کړې دي او د خپلو خپلو دليلونو په رڼا کښې ورته چا مذکر وئيلي دي او چا مؤنث. د مثال په توګه څوک وائي چې اردو ژبه کښې غزل مؤنث استعمالېږي نو مونږ له هم پکار دي چې مؤنث ئې وګڼو. څوک ئې د تانيث په حقله دا دليل پېش کوي چې جمع ئې "غزلې" ده چې مؤنث ټکى دى، له دې وجې نه غزل مؤنث اسم دى. ځينې خلق دا وائي چې غزل د ښځو سره خبرې کولو او د ښځو د حسن ستائنه کولو ته وائي خو چونکې په پښتو شاعرۍ کښې د امرد پرستى رنګ غالب ؤ نو هرکله چې غزل پښتو ته راغى نو مذکر شو.
د ادب د يو ادنا طالب علم په حېث زۀ دا خبره په دعوې سره کؤم چې غزل نۀ مذکر دى او نۀ مؤنث، ځکه چې تذکير او تانيث صرف د ساه لرونکو (جاندارو) څيزونو پورې مخصوص دى کوم چې قدرت جوړه جوړه پېدا کړي دي؛ لکه سړى مذکر دى ښځه مؤنث، سپى، اس او ګډ مذکر دي او سپۍ، اسپه او ګډه ئې مؤنث دي. او ددې څيزونو په تذکير او تانيث ټولې ژبې متفق دي. پاتې شوه د بې سايه يا بې جوړې څيزونو خبره نو هغوى بذاتِ خود نۀ مذکر دي نۀ مؤنث. صرف د وېنا تر حده په دوى کښې ځنې الفاظ د مذکر په شان وئيلى شي او ځينې د مؤنث په شان وئيلى کېږي. اردو کښې هم دې ته "مذکر بولى جانى والى الفاظ" يا "مؤنث بولى جانى والى الفاظ" وئيلى شي. او دا قسم تذکير او تانيث هره ژبه کښې د هغې د مزاج مطابق وي. يو لفظ به يوه ژبه کښې مذکر وئيلى شي، هم هغه لفظ به بله ژبه کښې مؤنث وي. د ويونکي خولې له چې يو ټکى راشي نو خپله تذکيري يا تانيثي شکل اختيار کړي.
دلته به يو مثال د مزې نه خالي نۀ وي. "فرښته" د يو ساه لرونکي مخلوق نوم دى خو بې جوړې دى يعنې نر او ماده پکښې نۀ وي نو ددې تذکير او تانيث هم مستقل نۀ دى او د هرې ژبې د مزاج مطابق دى. ځکه خو اردو ژبه کښې فرشته مذکر وئيلى کېږي او پښتو کښې مؤنث. مثلاًُ څوک ووائي: "مين نى خواب مين فرشته ديکها" (مذکر) نو پښتو کښې ئې دا ترجمه شوه: "ما په خوب کښې فرښته وليده" (مؤنث) نو دلته څوک په يوه ژبه هم اعتراض نۀ شي کؤلى ځکه چې دا تذکير او تانيث ددغې ژبو د خپل خپل مزاج مطابق دى. دغه حال د نورو ټکو هم دى. خواه هغه داسې کوم قسم سره هم تعلق لري. يعنې کۀ اسم جامد وي يا اسم ٰاله، اسم مجرد وي يا اسم جنس، خو تذکير و تانيث ئې په مختلفو ژبو کښې مختلف وي. په دغه ټکو کښې خو ځينې داسې وي چې تذکير و تانيث ئې بغېر د څۀ اصول او قاعدې نه خولۀ په خولۀ راروان وي. مثلاً کتاب اردو کښې مؤنث وئيلى کېږي او پښتو کښې مذکر او د ځينې الفاظو د تذکير تانيث څۀ خاص طريقې مقرر وي. خو دا طريقې او قاعدې هم په بېلو بېلو ژبو کښې يو شان نۀ وي مثلاً د عربۍ هغه په زرګونو الفاظ چې اخر کښې ئې "ت" راځي دغه الفاظ تقريباً ټول، په اردو کښې مؤنث او په پښتو کښې مذکر وئيلىکېږي. لکه محبت، طاقت، شخصيت، همت، عزت او نفرت وغېره. ددې نه علاوه د کومو ټکو اخر کښې چې "ه" راځي هغه په اردو کښې مذکر او په پښتو کښې مؤنث استعمالېږي لکه مدرسه، دروازه، طريقه، جامه، غصه او وعده وغېره. دا د عربۍ او فارسۍ الفاظ په اردو کښې مذکر او پښتو کښې مؤنث وئيلى کېږي.
يوه ډېره اهمه خبره په دې لړ کښې راياده شوه او هغه دا چې په فارسي او انګرېزي ژبو کښې د ساه لرونکو او جوړې لرونکو څيزونو نه علاوه د نورو الفاظو د تذکير او تانيث هډو تصور نشته. مثلاً جنګ، تخته، مېز، جام، خوراک او پوشاک د فارسۍ الفاظ دي لېکن په فارسۍ کښې نۀ مذکر دي او نۀ مؤنث. دغه شان بلب، کمپيوټر، پِن، رجسټر او فوټو د انګرېزۍ ټکي دي خو انګرېزان ئې نۀ مذکر ګڼي او نۀ مؤنث.
نو اخر مونږ به دې ټکو سره څۀ کوو؟. ظاهره خبره ده چې اردو خوانان به ئې د خپلې ژبې د مزاج مطابق مذکر يا مؤنث استعمالوي او پښتانۀ به ئې د پښتو د مزاج سره سم استعمالوي لکه مېز چې اردو کښې مؤنث او پښتو کښې مذکر استعمالېږي حالانکې د کومې ژبې سره چې تعلق لري هغې کښې نۀ مذکر دى او نۀ مؤنث. ددې واضحه دليلونو نه دا خبره بېخي غلطه ثابته شوه چې د الفاظو په تذکيروتانيث کښې به يوه ژبه د بلې ژبې د تقليد کولو پابنده وي.
دا خبره هم بې بنياده او غلطه ده چې کۀ يو ټکى مذکر وي نو د هغې جمع به هم مذکر وي او کۀ مؤنث وي نو جمع به ئې هم مؤنث وي. ددې بې جان او بې جوړې الفاظو دپاره دا شرط هم نشته. داسې ګڼ شمېر ټکي شته چې په واحد حالت کښې مذکر وئيلى کېږي او جمع مؤنث وي لکه وزر (وزرې)، کمر (کمرې)، بدل (بدلې)، مزل (مزلې)، لښکر (لښکرې)، بوتل (بوتلې)، مټ (مټې) او داسې نور. اردو کښې هم داسې الفاظ شته چې واحد او جمع ئې په تذکير او تانيث کښې يو شانوالى نۀ لري لکه "حالت" مؤنث ټکى دى او حالات ئې جمع ده چې مذکر دى. نو کۀ د غزل جمع "غزلې" ووئيلې شي نو دا څۀ نوې خبره نۀ ده بلکې د پښتو ژبې د مزاج مطابق ده. نو کوم ليکوال چې ددې وجې نه "غزلونه" ټکى استعمالوي چې کۀ مونږ د غزل جمع "غزلې" ووايو نو بيا خو غزل هم مؤنث راځي نو هغوى دې دا تسله ساتي چې غزل مذکر صحيح دى او جمع ئې "غزلې" (مؤنث) صحيح ده. اګر چې "غزلونه" هم درست دى. دواړه جمعې استعمالېدى شي. کۀ يو شاعر ووائي چې ما يو غزل وليکۀ او بل ووائى چې ما درې غزلې وليکلې نو د علم لغت او د قواعدو په رو سره د يو خبرې ته هم څوک غلطه نۀ شى وئيلى.
د غزل د تذکيروتانيث او واحد جمعې په بې ځايه بحث کښې چې کوم خلق پرېوتي دي پته نشته چې هغوى به د شعر و ا دب د نورو اصنافو په حقله څۀ رائې لري. لکه دا چې نظم اردو کښې مؤنث دى ددې څۀ وجه او څۀ دليل دى او پښتو کښې مذکر دى دا ولې مذکر دى. دغه شان مصرعه، قطعه، افسانه او ډرامه اردو کښې مذکر استعمالېږي او پښتو کښې دا ټول مؤنث وئيلى کېږي. تنقيد اردو کښې مؤنث او پښتو کښې مذکر دى. نوايا مونږ سره ددې ټولو اصنافو او الفاظو د تذکيروتانيث څۀ دليل شته؟ هرګز نا. نو بيا مونږ له پکار دي چې د غزل د تذکيروتانيث په فکر کښې د پرېوتو په ځائې د يو ښۀ غزل ليکلو کوشش وکړو او کۀ دغه رانه نۀ کېږي نو چې نورو شاعرانو ته د يو ښۀ غزل خوبيانې او خصوصيات په ګوته کړو چې پښتو ادب ته ترې څۀ فائده ورسي.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.