Banner

محمد الله ارمان – يو تکړه او نازکخيال شاعر

30.05.2007 16:35

ليکنه د: نصرت الله الهام

محمد الله ارمان د پښتونخوا دچارسدې د ولسوالۍ د رزړو دکلي دى چې ډېره ښايسته شاعري لري .
يو تعليم يافته شاعر دى ، په انګلش کې يې ايم اى کړې ده او  ، ايم بى اى يې په نيوهيمپشاير ماننچيسټر ( امريکه ) کې کړې ده .

درې کتابونه يې ( صرف مينه )  ( دجندي غاړه ) او ( چېړنې ) . چاپ شوي دي او يو منظومه افسانه ( درکړې درکړې ) يې ناچاپ کتاب دى . بايد يادونه وکړم چې دغه اخيري چاپ کتاب (( چيړنې )) يې د نن نه دولس کاله مخکې چاپ شوى دى چې د ښاغلي ارمان عمر به هغه وخت نه پوهېږم څو کاله و او اوس به نو سپين ږيرى وي ، دوه درې کاله مخکې په سور اوړي کي په ټکنده غرمه کې مونږ يوڅو ملګري دښاغلي ارمان  ليدو ته دنوړي کلي  (( رزړو)) ته ورغلي وو خو له بده مرغه چې نوموړى مو ونه موند هغه په لاهور کې دکوم سرکاري دفتر نوکري په غاړه لري   . 

دنوموړي دريم کتاب چېړنې زما مخ ته پروت دى زه يې د کتاب انتساب او يو څو دشعرونو نمونې ستا سې مخ ته ږدم زما زړه دى چې يو څه يې په دغې دوه کتابونو ( دجدي غاړه ) او ( چېړنې ) باندې وروسته کله چې وخت پيدا کړم وليکم .
پټه دې نه وي پاتې چې د محمد الله ارمان شعرونه او دهغه په اړه هڅ رنګ ليکل ما په پښتو پاڼو که هغه د لرې پښتونخوا پښتنو جوړې کړي او که دبرې پښتونخوا پښتنو ونه ليدل نو ځکه مې په بيړني ډول غوره وګڼله چې د نوموړي يوڅه آثار او ليکل په انټر نيټ کې موجود وي که څوک يې په پښتو ګوګل کې نوم ورکړي چې يوڅه خو په لاس ورشي .
په مينه او مننه
نصرت الله الهام   ---- کابل افغانستان


 
دا هم دنوموړي دکتاب انتساب چې تاسې يې دنثر خواږه هم پکې کتلى شئ .


انتساب

دنن سبا دغلطې پښتو دې معاشره کې د يو تصنيف انتساب دخپلې کور ودانې په نو م تړل څه عجيبه شانې لګي خو کېدى شي چې ماباندې د پرنګيت يا امريکيت رنګ ختلى وي ځکه خو ماته ښځه دبعضې نيم تش په نوم پښتون په شان د خپو پېزار نه ښکاري بلکه ديو انګريز مصنف بيګن د قول مطابق راته په ځوانۍ کې محبوبه نيم زالۍ کې ملګرې يا رفيقه او په پيرۍ کې تيمارداره ښکاري .
زه په دې سپينه او ډاګه وينا شرم نه بلکه فخر کوم چې زما د وړومبني کتاب ( صرف مينه ) مرکزي تخيل هم زما کور ودانه ده ، ددويم کتاب ( دجندي غاړه ) روح روان هم صرف هغه ده او داکتابچه هم زمونږ ديوبل سره دنه ختمېدونکې مينې پيداوار دى ، دابېله خبره ده چې ماله خداى پاک شاعرانه ذهنيت راکړى دى ، اود شاعر ذهن او فکر هر وختې ناقراره وي، شاعر هم عموماً د اوسني دور ( معافي غواړم) ديو څو ګوتو په شمار عالمانو غوندې بې عمله انسان وي ، او ديو ډرامه نګار غوندې د ژوند د مختلفوکردارونو او کيفيتونو نقشه دخپلو جذباتو په رنګ کې راکاږي ، دخداى پاک درښتيا او پاکې وينا مطابق شاعران اکثر دخيال په ورشوګانو کې سر ګردانه ګرځي او هغه خبرې کوي ، چې په خپله پرې عمل نه کوي ، غرض مې دادى چې سره ددومره فضل ما دخپل شاعرانه طبعيت د کبله دخداى پاک دبې کچه پيررزوونو او مهرباننو هغه واجبي شانې شکر هم ادانه کړى شو خو بياهم دهغه دعظيمې درګاه نه اميد لرم چې بښنه به راته کوي او لکه د بعضې خلقو دوينا مطابق به مې د شاعر په حيث د ژبې ننه نه ځوړندوي ، ځکه چې زما پوخ يقين دى چې دهغه رحمت دهغه په غضب غالب دى .
لکه څنګه چې زما دوستان خبردي، چې زما د روزګار او زما دشغل بلکه دذهني عياشئ تر منځه هيڅ ربط نشته چرته د محاسبې او حساب کتاب زړه چودي او دد فتر بې خونده فايلونه اوچرته دشاعر د خيال رنګينه دنيا ، دځينو ملګرو داخيال به هم څه نه څه وزن لري چې زه دمعاش د سپور ماحول او د ژوند دترخو حقيقتونو نه چرته لرې دشاعرۍ په خيالي قلعه ګانو کې ځان له پناه ګاه لټوم ، خو په دې صرف زه پوهېږم چې دخپلې پېشې يعنې اډټ او اکاونټس زرينو اصولو زما فن ته څومره وده ورکړې ده.
شاعر ډېر حساس او نازک مزاج لري او چې کله يو داسې حساسه بنيادم ته زما دپېشې دغه بې شکريې شانې فرايض حواله شي ، نو خامخا څوک نه څوک خو به ترې خفه کېږي ، ځکه چې زه يواځې د اسمان نه نه يم راکوز شوى ، چې بس زه به په حقه يم او نور خلک به په غلطه
 د دوو تنانو د رايې او انا فطري اختلاف مانور هم تذبذب او شش و پنج کې اچوي او بيا ځان پسې ددغه ځيګر سوو او مره ورو دوستانو عجيبه، عجيبه خبرې واورم، او که خپله يې واونه رم نو څوک خوږمن يې راله را اورسوي او بيا زما ساده توب چې پرې فورا يقين اوکړم او خپله دتش نوم انا راته نوره هم وينې ، وينې ښکاره شي ، په داسې حالاتو کې چې زه کله ، کله درګړې ، درګړې کورته راشمه نو زما په زخمي احساس دخپلې اصلي محبوبې او دماشوموالي محپت بې ريا خلوص او دلاسو ډکې خبرې پخې اولګوي ، خو سره ددې چې اکثر ګناه زما  وى خو بيا هم زما د وفا او خلوص ګوډۍ ( ميرمن )  له اکثر ددې کبله زورنه ورکړى کېدى شي چې زما دخوى په خرابوالي کې دهغې ماسره دبې کچه مينې او نازبينتوب لاس دى ، او هغې ماله تر اوسه دکور دذمه دارۍ پوره، پوره احساس نه دى راکړى ګنې بيا به زه دومره بې پروا او لا اباله بنيادم نه وى .
په دومره الزامونو کې يو الزام دزن موريدۍ هم سهي خو زه ددې نه انکار نشم کولى چې زما د ذهني شغل په جلا کې دهغې دشاعرانه ذوق هم پوره ، پوره برخه ده ، ما دخپلو ماتو ګوډو بيتونو اکثر حالات او کيفيات هم دهغې دحالاتو نه اخيستي دي بلکه ځينې وخت خو نه صرف خيالات بلکه جذبات هم د هغې وي چې زه يې دشاعر نه بلکه دماهر په حيث بيتونو کې او پييم او دا دحيرانتيا خبره نه ده که زه اووايم چې بعضې نيم غزل کې عين مطلع هم ماله دې نېک بختې راکړې بلکه ليکلې ده، نو آخر ولې دې اونه وايم چې .
زه چې پښتون يمه نو خيال مې د پښتو او کړوڅه
ته پښتنه نه يې احسان دې په پښتو کړى دى
داکثرو دوستانو مانه دا شکوه وي ، چې زه ددې فرسوده لفظ (( مينې )) نه علاوه په بل څه دخپلې ذهني عياشئ طبع ازمايي نشم کولى ، او زما بيتونه اکثر نيغ په نيغه وي ، دې لړ کې به دومره ووايم چې دريغه ما نالايقه شاعر له څه بل څه هم راتلى شوى او که دصفا اوبې ريا خبرو کولو دا سپيره عادت ما کې نه وى نو دا به واقعي چې ډېر ښه وى .

ايم يو – ارمان .

 
اوس يې د يوڅو شعرونو نمونې ستا سې مخته ږدم


يوې بې خيره تمنا دکاره وويستمه
خپلې زخمي ، زخمي انا دکاره وويستمه

يو خوا زما ساده خلوص دى بلخوا شوخه مکيز
په ايمان ووايه چې چا له کاره وويستمه
د وسوسو په ګردابونو کې مې سر اوچورلي
او تر اوتره شمه تا دکاره وويستمه
په ابتدا کې لوړې ، لوړې ارادې وې زما
دترنم ډکې خندا دکاره وويستمه
قلاره ومه دې ارمانه نازولى شان زړه
دمحبت نا اوزګارتيا دکاره ووستمه


غزل

يو اشارت د تباهۍ په کمر اودرولم
دتاترين په ژۍ دخلکو نظر اودرولم

عقل مې شل شو مخکې روستو چرته تللى نه شم
دژوند کړکيچو په يو داسې ډګر اودرولم
زما زړګيه رب دې عمر له ناښاده لره
زه دې دداسې بې لحاظو په در اودرولم
زه دحيا د وجې چپ ومه خاموشه ومه
ډېر شرافت دبې خوندۍ په نګر اودرولم
ارمانه نن چې ددنيا د لوبو ټوقو يمه
خپلو بې سره خواهشاتو په سر اودرولم

غزل
په وېره کده کې درباب او چنګ خبرې کوي
رنګينه زړه مې راته رنګ په رنګ خبرې کوي

سيلۍ دصبر به زما وينه تر څو يخوي
شرارتي سترګې دې بيا دجنګ خبرې کوي
هسې بدنامه يمه زه چې ګوزاره نه کوم
خواخوږي خلک راته رنګ په رنګ خبرې کوي
زه يم چې هغه بې پښتو سره پښتو کومه
په محبت کې څوک دنام او ننګ خبرې کوي
ويښته يې سپين شو د ځوانۍ دوريې لاړو تېر شو
ارمان  اوس هم د لېونو په منګ خبرې کوي

غزل
په ما دخپلو اوميدونو انحصار مه کوه
زه لاروى يمه په ما باندې اعتبارمه کوه
زه هواګير حسن پرسته بې عمله شاعر
دومره مې فکر په دې فکر خوار وزار مه کوه
تسلي مه ورکوه زړه له په دروغو زما
رښتيا ، رښتيا وي د رښتيا و نه انکار مه کوه
برداشت به اونه کړي زما دزړه نازکه شيشه
د چا په لمسه په دومره سخت ګوزار مه کوه
په دې لږ ژوند کې به چاچا سره پښتو کومه
په سترګو ، سترګو کې دخپل غرض اظهار مه کوه

 

 


غزل
د وسواسونو نه وېرېږمه زه
خپلو خيالونو نه وېرېږمه زه
ضميره کاش چې ځواني مرګه وى ته
ستا دټکونو نه وېرېږمه زه
زما ګناه دې هغوى نه کموي
له غيبتونو نه وېرېږمه زه
تنهايي مه پرېږده دخداى په خاطر
خپلو سوچونو نه وېرېږمه زه
خاونده واخله رانه هوش وحواس
زړو يادونو نه وېرېږمه زه
مخ دبې مخه راپه مخه نه شي
دبهارونو نه وېرېږمه زه
ارمانه هسې نه بدنامه شمه
ستا دشعرونو نه وېرېږهم زه

غزل
زر ها که توره شپه وه صباوون به ورته ما وې
سکون مې هغوى لوټ کړو چې سکون به ورته ماوې
چې خاورې مې راواړولې چا به اميدونو
په بقو سترګو ړوند ومه ژوندون به ورته ماوې
داستان نه مې نوم اوويستو اخر هغې بتانو
تخليق چې دټول ژوند دشواخون به ورته ماوې
بس هغه مې پکار شو په بې وسه تنهايۍ کې
دوصل په نشه کې چې بېلتون به ورته ماوې
بې وخته دې خوشکر دى ساده ارمان هوښيار شو
مني اوس هغه هرڅه چې پرون به ورته ما وې

 


غزل
دچا دزړه بې وفا سيمې ته به نه راځمه
دهغې ښکلې بلا سيمې ته به نه راځمه
که ډېر خراب يمه رسوايمه بدنامه يمه
ستا دماشومې ريا سيمې ته به نه راځه
دبې حيا نوي تهذيب رڼا مې نه ده پکار
دړنده وونکې ځلا سيمې ته به نه راځمه
تاسو خپلوان يئ زه يواځې درکې غير اوختم
ددې ناجاڼې ادا سيمې ته به نه راځمه
ځان به دخداى په لوى جهان کې چرته ورک کړمه زه
ارمانه ستا نا شنا سيمې ته به نه راځمه

غزل
دخپل احساس په اور کباب يمه زه
خپل انا نه په عذاب يمه زه
وخت تېرېدو سره وړوکى شومه
لږ و اوبو کې هم غرقابيمه زه
په قلار کېنه بس دى مه مې چېړه
لېونۍ ډېر خراب تراب يمه زه
ستا دعزت په خاطر غلى شمه
ګينې هر يو سوال ځواب يمه زه
چې دضممير شيشه کې او ګورمه
دا خلق ښه دي او خراب يمه زه
ارمانه بس که ناشکري مه کوه
خلکو ته ووايه کامياب يمه زه

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.