Banner

زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه

07.08.2007 08:41

نصرت الهام

زه پښتون زلمى يمه ما مه چېړه
زړه لرم ژوندى يمه ما مه چېړه

ما د احساساتو په اور مه وژنه
مات به شم بنګړى يمه ما مه چېړه

خداى يې وهي ماته ، چې بد وګوري
زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه

ستا په پلونو ښار ته رسېدلى يم
سم د غره سړى يمه ما مه چېړه

زړه مې د داغونو په خالونو پټ
اوښکو کې مسکى يمه ما مه چېړه

زه الهام د غم په سيند کې لامبمه
هسې لېونى يمه ما مه چېړه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.