Banner

د جرس ادبي جرګې له لوري د يو ادبي خيانت غندنه

22.09.2007 09:38

کراچۍ : مونږ د جرس ادبي جرګې کراچۍ ټول غړي  د علم وادب خاوندانو په وړاندې دا وضاحت کول ضروري ګڼو چې همدا اوس اوس د جرس ادبي جرګې يو غړي  محب وزير له خپله ځانه د جرس ادبي جرګې کراچۍ ادبي بحثونه او مذاکرې په کتابي بڼه چې "بحثونه" نو مېږى خپور کړى دى. د ياد شوي کتاب د تدوين، ترتيب او چاپ چارو کې د جرګې د مشريا کوم غړي سره مشوره شوېده او نه په دې اړه د جرګې په کومه غونډه کې خبرې شوې دي. ديادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم مذکوره مرتب ددې ډول ادبي خيانت مرتکب شوى و او د جرګې غړو په عېن وخت د نوموړي دغه اقدام غندلى هم و.

ددې هر څه سربېره ياد شوى کتاب د بېخي زياتو ادبي او علمي نيمګړتياو څخه پور مامور دى او دا ځکه چې سوچه او اصلي ګزارشونو او بحثونو کې ردوبدل شوى دى. که يو لور دغه کتاب د مرتب دکم علمۍاو ذاتۍ خوښۍ ناخوښۍ غمازي کوي نو بل لور ته ددغې ردوبدل په ذريعه دجرګې د ټولو غړو د مطالعې او علمي ذوق پسې ملنډې وهل شوې دي. که څه هم د پښتو ژبې د ټولو ټولنو په وړاندې د جرس ادبي جرګې کار او معيار ښه روڼ اوجوت دى.

له همدې سببه نن د جرس ادبي جرګې مشر او ټول غړي په يوه خوله ددغه ادبي، علمي او تحقيقي خيانت په سختو ټکو کې غندنه کوي.

مشر: طاهر اپريدى

غړي:- ماښام خټک، رياض تسنيم، امان اپريدى، زرجان مداخېل، عبدالسلام سلام، وصال مومند، ظفرکريمي، افتاب بدر، مبارک احمدمبارک، ننګيال يوسفزى، ځلان يوسفزى اونور.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.