Banner

شاعري ګرانه قيصه ده

28.11.2007 10:14

د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور اونيزه تنقيدي غونډه د نومبر د مياشتې په شپږويشتمه نېټه د دوشنبې په ورځ ماځيګر مهال د خېبر بازار په اردو ساينس بورډ کې د ښاغلي غلام حېدر حېدر په رياست کې وشوه.

غونډې ته د اجنډې تر مخه لومړى جمشېد مومند د تېرې غونډې ګزارش واوراوه او بيا مشتاق مجروح يوسفزي خپل دا غزل د کره کتنې لپاره وړاندې کړ:

چرته مينه چې ملګرو، يو شجرِ ممنوعه ده
داسې ښار کې مې استوګه، داسې ښار کې مې دېره ده

د ژوندون تراخه مې واړه، ځکه قند له ستوني تېر شو
ستا د ياد هره لحظه چې، لکه ستا په شان خوږه ده

انتظاره! پت پالې به، ما يواځې نه پرېږدې به
د جانان د هجر شپه خو، له قيامته هم درنه ده

لا تر اوسه مې محبوبې، سر نه، نۀ ده کوزه شوې
ستا د سترګو د شرابو، دا نشه څه عجيبه ده

ته پرې بلوسه يرغلګره، خو يوه زما هم واوره
د ايلم نه هم اوچته، د پښتون زړه حوصله ده

"ماځيګر به سره وينو"، ما وې "ځه خېر دى اوس تلى شې"
څه نازړه شان يې لاس راکړو، ورو يې وويل "وعده ده"

بې له تا زندګي داسې، لکه وي چې په تنور کې
دا خو زه د تکلف نه، درته وايم ګوزاره ده

همېشه پرې وينې توي دي، مداماً د جنګ مېدان وي
پښتنه سيمه ښاغلې، خو په بخت لږه کوټه ده

چې درګورمه جانانه، سترګې مه اړوه مانه
د چا زړه ته د ورتللو، خو هم دغه دروازه ده

ستا د ياد په څانګه کېنم، درنګ ساعت له وچغېږم
ګنې هسې خو جانانه، شاعري ګرانه قيصه ده

په هغه مې هم باور دى، رېبار هم وايي راځي به
بيا نو ولې مې "مشتاقه"، په زړګي کې تراره ده

د غونډې ګډونوالو په غزل اوږد بحث وکړو او زياتره شعرونه يې وستايل. وروسته يوه ازاده مشاعره هم وشوه. په غونډه او مشاعره کې جمشېد مومند، عبدالهادي حېران، غلام حسېن محب، امتياز، امين غفار امين، اعجاز خوشحال، جلال خليل، طلبګار خوږياڼي، ضياء ولي ضياء، محمد زېب، نور الهي تېمور، زاهد مومند، زبېر حسرت، مشتاق مجروح يوسفزي، غلام حېدر حېدر او ځينو ادبپالو ګډون درلود.

د پرېکړې سره سم، په راروانه غونډه کې – چې د دوشنبې په ورځ ماځيګر به هم په دغه ځاى کې کېږي – به غلام حېدر حېدر خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.