Banner

پښتنو کې تنقيدي شعور وده مومي

18.12.2007 16:44

د دې خيالاتو څرګندونه د خېبرواچ ډاټ کام (khyberwathch.com) په نامه د پښتو او انګليسي ژبو د مشهور وېبسايټ چلوونکي او د سياسي او ادبي فکر ملګري فضل الرحمان زاهد د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور په اوونيزه تنقيدي غونډه کې د خپلې صدارتي وېنا پر مهال وکړه.

ښاغلي زاهد وويل چې د يو پښتون شاعر لپاره دا غټه خبره ده چې هغه خپل کلام تنقيد ته وړاندې کړي او بيا پرې شوى تنقيد په سړه سينه واوري او ويې مني. د دې مطلب دا دى چې په پښتنو کې تنقيدي شعور عام کېدونکى دى او دا په راتلونکي کې د پښتو ژبې او ادب د نور پرمختګ لپاره ښې تجربې ثابتېدى شي.

دا اوونيزه تنقيدي غونډه د دسمبر په اولسمه نېټه، د دوشنبې په ورځ د اردو ساينس بورډ په تالار کې وشوه چې مشري يې د ښاغلي فضل الرحمان زاهد په غاړه وه، د نظامت چارې يې عبدالهادي حېران ترسره کړې او کوربه تاج الدين تاجور و.

د ايجنډې تر مخه د تېرې غونډې روداد عبدالهادي حېران واورولو او بيا امين غفار امين خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو چې ګډونوالو پرې ګټور بحث وکړو.

وروسته يوه غېر طرحي مشاعره هم وشوه. په مشاعره او تنقيدي بحث کې طلبګار خوګياڼي، زاهد خان زاهد، امين غفار امين، عبدالهادي حېران، رئيس خان رئيس، تاج الدين تاجور، فضل الرحمان زاهد، ارشد اقبال وحيد، جميل احمد، نېک محمد او يو شمېر نورو کسانو ګډون درلود.

راتلونکې غونډه به د جنورۍ د مياشتې په اتلسمه نېټه په ياد شوي ځاى کې کېږي چې عبدالهادي حېران به پکې خاکه تنقيد ته وړاندې کوي.