Banner

د طلبګار خوږياڼي د غزل کره کتنه وشوه

04.03.2008 10:16

د ساهو ليکونکيو مرکې اوه ورځنۍ د کره کتنې غونډه د دوشنبې په ورځ د اپرېل په درېمه نېټه د پېښور خېبربازار د اردو ساينس بورډ په تالار کې وشوه چې رييس يې محمد علي خان خپلواک و او د کوربه چارې مشتاق مجروح يوسفزي ترسره کولې.

د اجنډا له مخې لومړى ارشد اقبال وحيد د تېرې غونډې ګزارش ولوست او بيا طلبګار خوږياڼي خپل دا غزل کره کتنې ته وړاندې کړ:

د زړۀ غوټۍ غوټۍ ګل ګل فضا مې څله چېړې
جانه قرار شه د حسرت دنيا مې څله چېړې

د تورو شپو د خاموشۍ د هنګامو په خاطر
بس کړه ارمانه! د ژوندون سبا مې څله چېړې

شپې کړه چاپېره د سکون غېږ او تيارې پرده شوې
حُسنه! راخور شه بس د سر سودا مې څله چېړې

لار کښې د ژوند راته ګردونه ستا د يادو خوارۀ
چې رانه ورک شوې پکې دا خطا مې څله چېړې

د طلبګار به دا قسمت وى ګلاب مخيه! پرېږده
د ژوبل ژوبل حساس زړۀ ژړا مې څله چېړې

د غونډې ګډون کوونکيو د اوږد بحث په ترڅ کې د غزل خامۍ او خوبۍ په ګوته کړې او دا يې په عمومي لحاظ د تخنيک له پلوه يو کمزورى او د فکر له پلوه له ناهيليو ډک غزل وبالۀ. بيا يوه ازاده مشاعره هم وشوه.

په غونډه او مشاعره کې اقبال مومند، رئيس خان رئيس، عبدالهادي حېران، زبېر حسرت، غلام حسېن محب، قمر صحرائي، طلبګار خوږياڼي، امين غفار امين، طاهر داوړ، حنيف خليل، تاج الدين تاجور، زاهد خان زاهد، ظفر خان ظفر (هائيکو خان هائيکو)، عامر ګمرياني، مشتاج مجروح يوسفزي، ارشد اقبال وحيد، غلام محمود شهاب، نديم خان او محمد علي خان خپلواک ګډون درلود.

بله غونډه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ مازديګر څلور بجې پېل کېږي چې زبېر حسرت به پکې خپله مقاله او د هغۀ د نۀ راتلو په صورت کې عبدالهادي حېران خاکه کره کتنې ته وړاندې کوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.