Banner

په کراچۍ کې قلندر مومند يادګاري مشاعره وشوه

23.03.2008 11:19

تېر ماښام (خالي ٢٢ مارچ ٢٠٠٨ع) د کراچۍ د جرس ادبي جرګې لخوا د پښتو ژبې د ستر شاعر، ليکوال، کره کتونکي، ژورنالست، څېړنکار او سياستپوه قلندر مومند په ياد کې درېمه يادګاري مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو، سياسي کارکوونکو او ادبپاله شخصيتونو پکې ګډون درلود.

د مشاعرې تابيا د باچا خان مرکز د غونډو په تالار کې شوې وه چې رياست يې ښاغلي مبارک احمد مبارک وکړ او د مشر مېلمه په څوکۍ ښاغلى امين خټک ناست و. د کوربه چارې طاهر اپريدي ترسره کړې او د ستيژ چارې ماښام خټک او ځلان يوسفزي په شريکه سر ته ورسولې.

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو د نظمونو او غزلو له لارې پښتو ژبې او ادب ته د ارواښاد قلندر مومند د خدمت او زيار ستاينه وکړه او د هغه ژوندي اثار يې د پښتون ولس لپاره يوه لويه ادبي پانګه وبلله.

د ماښام په لمانځه پسې سمدستي وروسته پېل شوې دا مشاعره د شپې په يوولس بجې سر ته ورسېدله.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.