Banner

دويم درې ورځنى عالمي پښتو کنوېنشن

31.03.2008 07:29

ښاغلى / اغلې  ..............

سلامونه!

د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره په پېښور کې د يو کامياب عالمي پښتو کنوېنشن ٢٠٠٥ء نه پس د "پښتو ادبي چمن ټل" ملګرو د دويم درې ورځني عالمي پښتو کنوېنشن ٢٠٠٨ء پېښور تابيا کړې ده چې په عالمي کلي کې زمونږ خوږې ژبې ته کومې ستونځې پېښې دي په علمي او ادبي توګه د هغې جايزه واخستى شي. د پښتنو په خاوره چې نن کوم اور بل دى، ايا مونږ به د دې جوګه شو چې داسې حالاتو کې خپل دود دستور، کلتور او په تېره تېره خپله خوږه ژبه پښتو ژوندۍ وساتو.

په پښتو او پښتونولۍ مئين ټولو درنو پښتنو نه دا هيله کېږي چې هغوى مونږ سره په دې لړ کې مرسته وکړي او خپل د قدر وړ تجويزونه راولېږي چې مونږ د هغوى په رڼا کې يوه کړنلاره وټاکو.

په پښتو او پښتونولۍ مئين

اسير منګل
0300-5973862

سليم بنګش
0300-5905015


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.