Banner

لۀ ديبله تر کابله (٣)

06.04.2008 18:45

لۀ ديبله تر کابله (٢)

درې (دره ادم خېل) ته چې راورسېدو نو رياض تسنيم راته ووې چې هلکه څو کليمې درځي که نه؟ دلته ګورى طالبان دي په سړي کليمې تېروي. ما ورته ووې چې ماما غم يې مه کوه شپږ واړه کليمې به ورته تېرې کړم خو ورته وايم به چې استاذ مې دا دى. بيا يې که درباندې سورت يسين تېر کړو او که په قل هو دې ترې ځان خلاص کړو. قسمت دې خپل دى.

"سحر مو په خېر سفر مو په خېر کوم ځاى ته راورسېدئ له خېره سره" ما امجد شهزاد ته د مېسج جواب ورکړو چې مونږ د خېره سره په دره کې روان يو. مننه. امجد شهزاد بيا مېسج وکړو چې کله پېښور ته راورسئ نو ما ته فون وکړئ. د بډه بېرې سره نزدې رياض تسنيم راته هغه سکول هم په ګوته کړو د کوم نه چې هغه مېټرک کړى و.

غالباً يوولس بجې مونږ پېښور حاجي کېمپ کې د بس نه کوز شو. مخ لاس مو ووينځل بيا مو امجد شهزاد ته فون وکړو. هغه ووې زه د مرکز نه بهر يم تاسو مرکز ته ځان رسوئ بس زه هم در رسم. رکشې مونږ د باچا خان مرکز مخې ته کوز کړو. دې دوران کې افراسياب خټک هم خپل ګاډي کې مرکز ته ننوتو او د ننوتو په وخت کې يې په مونږ هم نظر واچولو.

مونږ باچا خان مرکز کې په رېسپشن کې څه لږه شېبه د امجد شهزاد انتظار وکړو. دې دوران کې د هغه فون راغى چې دوى بره وخېژوئ. مونږ د امجد شهزاد کمرې ته لاړو چې هلته مشتاق مجروح ناست و. د خېر پخېر نه پس د هغوى سره ډېر ادبي ګپ شپ ولګېدو. لکه د باچا خان ايجوکېشن فاونډېشن په هکله يې معلومات راکړل. د املا او د پښتو د نصاب په هکله يې هم خبر کړو چې کار پرې شروع دى او ډېر زر به دا سکولونه کار شروع کړي. د قېصر اپريدي د کتاب په هکله يې هم ووې چې د تبصرې دپاره مو سيد عابد جان ته ورکړى ځکه چې هغه په فلسفه او جمالياتو ژور نظر لري. مونږ د سايل صاحب دفتر ته لاړو. خېر پخېر مو وکړل. سايل صاحب ځان ته هيټر لګولى و ځکه چې هغه سړيچن دى يخني يې زياته کېږي. سايل صاحب د کراچۍ د ملګرو تپوسونه وکړل او د ادبي هلو ځلو په هکله يې هم پوښتنې ورکړې او مونږ ورته مثبت ځوابونه ورکړل.

دې دوران کې عقيل يوسفزى راغى. ما ورته ووې ما خو ستا نوم ډېر اورېدلى و ولې ليدلى مې نه وې او دا خو مې بېخي توقع نه وه چې تاسو به دومره ينګ وئ. هغه ووې چرته ينګ يو ويښتو ته کلر ملر ورکوو. عقيل يوسفزي سايل صاحب ته ووې چې هاشم بابر ته د اين اى فور نه د قومي اسمبلۍ ټکټ مېلاو شو. يو لسټ هم ورسره و. چې مونږ راتلو نو لاندې ميټنګ جاري و. غالباً د الېکشن په سلسله کې کېدو. عقيل يوسفزي د حمزه مروت صېب ګپ شپ هم راسره ولګوو. د فرنټير پوسټ او د رحمت شاه اپريدي يې ډېر ډېر تعريفونه کول او يقيناً د تعريف وړ سړى دى هم. د هغه د پېښور د اخبارونو نه دا غټه ګيله وه چې نور اخبارونه به د پېښور حالات په يو رنګ ښيي او مقامي اخبارونه به يې په بل رنګ.

د غرمې ډوډۍ د خوړلو نه پس د سايل صېب او امجد شهزاد سره هغه کور ته راغلو چرته چې دوى اوسېږي.

رياض اسد دانش ته فون وکړو. هغه ورته ووې چې دروېش درانى، رازق فهيم او عمر دراز مروت هم رارسېدلي دي. مونږ ځانونه تازه راتازه کړل. جامې مو بدلې کړې. دې دوران کې اکبر سيال هم رارسېدلى و. هغه سره مو هم خېر پخېر وکړل. ماښام رياض تسنيم د خور کور ته لاړو. د ماښام ډوډۍ نه پس زه او امجد شهزاد د فون کارډ پسې بهر لاړو. لږ وګرځېدو. ګپ شپ مو هم ولګېدو. د سايل صېب زوى نويد سره مو هم ملاقات وشو چې د پښتو ايم اى د اخري څانګې طالب علم دى. ډېر خدمتي او مينه ناک هلک دى. زه او رياض ماسختن خپلې کمرې ته راغلو. څه لږه شېبه پس امجد شهزاد هم راغى او په ارمونيم يې د رياض تسنيم دوه غزلونه مونږ ته په خپل ښکلي اواز واورول.

د نومبر په پنځويشتمه نېټه مونږ سحر ځانونه تيار کړل. اسد دانش امجد شهزاد ته په فون جواباً ووې چې قطر پېلس هوټل ته ځانونه رارسوئ. اکبر سيال او سايل صېب په بېل ګاډي کې لاړل او زه، امجد شهزاد، رياض تسنيم او عمران په بېل ګاډي کې اډې ته لاړو. عمران د امجد شهزاد د تره زوى دى او په سوات کې جاب کوي. د امجد نه ميوزک هم زده کوي او ډېر خوږ او چټک هلک دى. مونږ د يو بل سره په دې تګ کې ډېر بې تکلفه شوي هم وو.

مونږ چې کله قطر پېلس هوټل ته ورسېدو نو زمونږ د قافلې ملګرو لکه دروېش دراني، رازق فهيم، سليم بنګش، اسير منګل، غازي سيال، عمر دراز مروت، عثمان اولسيار، ضياء الدين، عابد جان، شوکت شرر، اکبر خان چې د عابد جان ملګرى و، اسرار اتل، اکمل لېوني او اسد دانش زمونږ انتظار کولو. د ټولو ملګرو سره خېر پخېر وشو. دې ملګرو کې د سليم بنګش، اسير منګل، عمر دراز مروت، عثمان اولسيار، ضياء الدين، عابد جان، شوکت شرر او اسرار اتل سره په وړومبي ځل زما ملاقات وشو. لس بجې مونږ د طورخم په لور روان شو. هغه دروازه چې د پښتو او پښتونولۍ نښه ده او د ماشومتوب نه يې د دې سيمې د يو شعار په توګه په مېډيا او نورو هلو ځلو کې وينم نن په حقيقت کې په دغې دروازه د خېبر تاريخي درې ته ورداخل شوم. اوس مونږ د خېبر په دره کې روان وو. د سړک دواړو غاړو ته د غرونو يوه نه ختمېدونکې سلسله وه او په منځ کې يې د درې کږلېچونه. د انګرېزانو سياسي حکمت عملۍ ته سړى حېران شي. سړک خو سړک دى چې په کوم انداز او زورخون د رېل پاټلۍ اچول شوې ده د دې نه د دې سيمې او د دې درې د اهميت اندازه لګولى شي. چونکې اوس د امد و رفت وسيلې د رېل ګاډي نه وړاندې تلې دي نو ځکه ځاى په ځاى دغه پاټلۍ اوبو وړې وې او د خصمانې يې لکه چې څوک نۀ وي يا يې څه خاص حاجت نه وي. دې دوران کې چا ووې چې هاغه پورې د خاطر اپريدي کلى دى او د سړک په غاړه يو بورډ هم لګېدلى و او پرې ليک وو چې د خاطر اپريدي کلى. لواړګي کې د سړک په غاړه ليکلي شوي وو چې د حمزه بابا مزار. يو کچه سړک ورته تلى و. اسير منګل صېب ووې چې ښه لوى کمپلېکس پرې جوړ دى ولې د لايبرېرۍ انتظام يې ګډوډ دى. خصمانه يې په ښه ډول نه کېږي. دا د لنډي کوتل هغه تاريخي پول و چې د يو (U) په شکل جوړ دى او د بره پرې د رېل پول ساز کړى شوى دى. د دې پول خاصيت دا دى چې د U په شکل کې ګاډى په دې پول داخلېږي او هم په دغه انداز کې بيا د پول د لاندې ګاډى راووځي هم. ملګرو کې غالباً اسد دانش ووې چې د دې پول د دې ځانګړي خاصيت په هکله طارق عزيز هم په خپل ټي وي پروګرام نيلام ګهر کې د حاضرينو نه پوښتنه کړې وه. اوس دا پته نشته چې چا به جواب ټيک ورکړى وي او که غلط ولې مونږ د دې پول د تاريخي او تفريحي دواړو اړخونو نه ښه خوند واخيستو. د لنډيکوتل بازار هم د يوې درې انداز لري. ښه ګرم بازار دى. د لنډيکوتل بازار د شنوارو د رواياتو يو وياند ثبوت دى.

مونږ چې کله د ايوب اپريدي د کور سره تېرېدو نو چې څنګه ما د دغې کور صفت اورېدلى و هم هغه شان راته ولګېدو. ايوب اپريدي ته چې کله کسټم کورټ کراچۍ کې سزا اوروله نو زه په دغه وخت موجود وم ولې چې زما مشر او زما سينير ميرنواز خان مروت د ده وکيل و. که هر څومره دا کور لوى و ولې ايوب اپريدى د زړه نه دومره پراخه سړى نه و يا کېدى شي چې د جېل د تورتمونو او بندېزونو نفسياتي اثر پرې شوى و.

لۀ ديبله تر کابله (٤)

حمید(هڅاند) 09.09.2009 02:34

له دیبله ترکابله؛په زړه پوري ده خو ځیني لیکنۍ تېروتني پکې له ورایه ښکاري،زه به دبېلګي په توګه یوڅوته ګوته ونیسم:
دسحرموپخیرپرځآی ښایې چې سهارلیکل شوی وای.
دجواب پرځای دځواب کارول کره وو.
دووې پرځآی دوویل کارول سم دي.
دسکول پرځای دښوونځي لیکل پرځای وو.
رياض تسنيم راته هغه سکول هم په ګوته کړو د کوم نه چې هغه مېټرک کړى و.داغونډله دانګرېزۍ په څېر لیکل شوې ده،دپښتودلیکدودخپل ډول بایدکارول شوی وای.
اونوري تېروتني چې تاسولیکوالان يې بایدونلرۍ.
مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.