Banner

((مرکه)) يو ادبي تاريخ لري، عليل

08.04.2008 12:05

د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور اوه ورځنۍ تنقيدي غونډه د اپرېل په اومه نېټه، د دوشنبې په ورځ ماځيګر په اردو ساينس بورډ خېبر بازار کې د لکي مروت د سيمې د نوميالي شاعر نادر خان عليل په رياست کې پېل شوه. د کوربه چارې مشتاق مجروح يوسفزي ترسره کړې او د تېرې غونډې ګزارش ارشد اقبال وحيد تېر کړ.

د اجنډا تر مخه طلبګا خوږياڼي خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې ګډونوالو پرې تفصيلي بحث وکړ او په پاى کې يې ښاغلي شاعر ته مشوره ورکړه چې د شعر د ليکلو په وخت بايد د ځان خلاصولو پر ځاى د ښه خيال او فکر د راوړلو تر څنګ د تورو په غور چاڼ کې ډېره خواري وکړي.

د غونډې رييس نادر خان عليل د ګډونوالو په بحث کې د مثبت تنقيدي رجحان ستاينه وکړه او وې ويل: "د ساهو ليکونکيو مرکه يو ادبي تاريخ لري او په ځاى ترې دا تمه کېږي چې د نويو ليکوالو او شاعرانو په روزنه کې به مهم رول ترسره کړي او ملګري به د قلندر مومند دا ادبي مرکز فعال وساتي.

وروسته يوه ازاده مشاعره هم وشوه. په بحث او مشاعره کې نادر خان عليل، مشتاق مجروح يوسفزي، عبدالهادي حېران، ارشد اقبال وحيد، عامر ګمرياني، داد محمد دلسوز، جمشېد مومند، زاهد خان زاهد، کليم الله، طلبګار خوږياڼي، اجمل غمګين، امين غفار امين، شهاب بنوڅي، عماد الدين دوران، اختر حسېن ننګيال، نور الهي تېمور، امان الله خليل، نېک محمد او ځينو نورو ملګرو برخه واخيسته.

راتلونکې غونډه به د راروانې دوشنبې په ورځ ماځيګر په ياد شوي ځاى کې کېږي چې عبدالهادي حېران به پکې خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.

په مستعار نامه ليکنې کول


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.