Banner

د غزل کره کتنه

15.04.2008 11:23

د ساهو ليکونکيو مرکې اونيزه غونډه د دوشنبې په ورځ د اپرېل د مياشتې په څوارلسمه نېټه ماځيګر مهال د پېښور خېبر بازار په اردو ساينس بورډ کې د ښاغلي کندهار اپريدي په رياست کې پېل شوه. د کوربه چارې مشتاق مجروح يوسفزي ترسره کولې او د تېرې غونډې ګزارش ارشد اقبال وحيد وړاندې کړ.

د غونډې د ايجنډې له مخې عبدالهادي حېران خپل دا غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې ګډونوالو پرې په زړه پورې بحث وکړ. په بحث کې د غزل څلور شعرونه له وزنه مات او کمزوري وبلل شول، او درې شعرونه وستايل شول.

د کره کتنې د بحث څخه وروسته يوه ازاده مشاعره هم وشوه. په بحث او مشاعره کې فضل الرحمان زاهد، عبدالهادي حېران، محمد علي خپلواک، مشتاق مجروح، طاهر، ارشد اقبال وحيد، محمد زېب، امين غفار امين، شهاب بنوڅي، کندهار اپريدي، نېک محمد او ځينو نورو ګډون درلود.

راتلونکې غونډه به بيا هم د دوشنبې په ورځ کېږي چې شهاب بنوڅى به پکې خپله ليکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.