Banner

د اندېش شمس القمر شعري ټولګه دې خپره شي

29.04.2008 07:15

د ساهو ليکونکيو مرکې پېښور اوه ورځنۍ د کره کتنې غونډه د اپرېل په اته ويشتمه نېټه، د دوشنبې په ورځ، مازديګر مهال په اردو ساينس بورډ، خېبر بازار کې د محمد اشرف غمګين په رياست کې پېل شوه.

د تېرې غونډې ګزارش ارشد اقبال وحيد تېر کړ او د کوربه چارې مشتاق مجروح يوسفزي ترسره کړې. په اجنډه کې هم د مشتاق مجروح يوسفزي "خاکه" کره کتنې ته وړاندې کېدل وو. هغه د اندېش شمس القمر په شخصي او ادبي ژوند ليکلې خاکه ((د ژبې تبليغي)) واوروله چې د غونډې ګډونوالو پرې اوږد بحث وکړ. ګډونوالو په دې خبره اتفاق وکړ چې اندېش شمس القمر د پښتو يو لوړفکره او ملتپاله شاعر دى، او بايد چې اوس د هغه شعري ټولګه خپره شي.

وروسته يوه غېر طرحي مشاعره وشوه چې محمد اشرف غمګين، ارشد اقبال وحيد، مشتاق مجروح يوسفزي، فضل باقي تاجک، محب الله شوق، طاهر داوړ، امين غفار امين، عبدالهادي حېران، سعدالله مېوند، زاهد خان زاهد، اجمل غمګين، فضل الرحمان زاهد، داد محمد دلسوز، رفيع الدين عاجز، جليل خليل، افسر خان افسر، روح الامين شاکر، نېک محمد او ځينو نورو پکې ګډون درلود.

راتلونکې غونډه به بيا د دوشنبې په ورځ مازديګر مهال په اردو ساينس بورډ کې کېږي چې عبدالهادي حېران به پکې خپل تکل کره کتنې ته وړاندې کوي او غونډې ته د هغه د نه راتلو په صورت کې به د فضل الرحمان زاهد تکل کره کتنې ته وړاندې کېدل د اجنډې برخه وي.

نور خبرونه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.