Banner

مشاعره

09.05.2008 13:26

د اپرېل په اوه ويشتمه نېټه د پېښور په پرېس کلب کې د پښتو د نړيوال کانګرېس لخوا د پښتو ژبې د يو ياد شاعر او ليکوال ارواښاد کبير ستوري په ياد کې د يوې پرتمينې غونډې، ازادې مشاعرې او د ټنګ ټکور د رنګين ماښام تابيا شوې وه چې د مازيګر د څلورو بجو څخه د شپې تر دولسو بجو پورې يې دوام درلود.

په دغه غونډه،  مشاعره او رنګين ماښام کې د لرې او برې پښتونخوا شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو ګډون کړى و. د ټولې غونډې او مشاعرې ويډيو د مينه والو لپاره د کبير ستوري په وېبپاڼه ورکړاى شوي دي. دلته يې کتلاى شئ:

د ارواښاد کبير ستوري په ياد کې غونډه

ازاده مشاعره

رنګين ماښام

نور


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.