Banner

صاحب

08.09.2006 10:24

صاحب
غني خان

زوى مې راغى د يورپ د تربيته
جوړ سنبال لکه د ناوې پورته ښکته

تريو تندى، پوډري مخ يې ؤ نيولى
تا به وې ؤ د لاټانو د محلته

د ډوډۍ او د فېشن سره يې شوق ؤ
ډېر نفرت ورله ورته د جماعته

لګولو د پېسو کې افلاطون ؤ
خو ګټلو کې غريب ؤ بې همته

نن چې ما ورته په فکر نظر وکړو
خر هم هغه ؤ بس نوې يې وه کته


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.