Banner

پېښور، ګرمي او وېره

20.05.2008 07:13

رحمان بابا ډېر پخوا ويلي وو چې:

په سبب د ظالمانو حاکمانو
اور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

هسې خو د دې حاکمې طبقې نه په هر ځاى کې د خلکو زړه ټق چاودلاى دى، خو داسې ښکاري چې رحمان بابا له يې بېخي زيات زړۀ خوړين کړى و. او د حاکمانو چال چلند چې نننۍ زمانه کې هم هماغسې دى نو په دې کې سړى پرېکړه نشي کولاى چې د پېښور حاکمانو د تمدن په لور تراوسه پورې کوم قدم ندى ايښى او که د رحمان بابا شاعري د دې ښار د ژوند د هرې دورې ترجماني کوي.

په هر حال، نوم چې هر څه ورکوئ خو نن سبا د پښتنو په دې خوږه سيمه او د افغانانو په دويم کور کې د ګرمۍ، ګرانۍ او بدامنۍ داسې اور راښکته دى چې د خلکو نه يې د "پېښور خو پېښور دى کنه" ناره هېره کړې ده، او اوس د خلکو د خولو نه دا ناره اورېدل کېږي چې "د پېښور نه تېښته پکار ده."

په دې عکس کې دوه هلکان د برېښنا د نشتوالي له امله ګرمۍ راخستي او د کورونو نه د دې لپاره راوتلي چې د ويالې په روانو اوبو کې ولامبي. هلکان او سړي بيا هم نهرونو ته ووځي او ولامبي خو د پښتنو مېرمنو او جونو لپاره هغه خبره له وخته تېره ده چې "يا کور دى او يا ګور دى" اوس خبره داسې ده چې "پښتنې له ګور دى او ګور دى". او دا يواځې د سړو يا مېرمنو ستونځه نده، بلکې د برېښنا پرله پسې نشتوالي ټول ژوند ټپ درولى دى، دفترونه، دوکانونه او کارخانې يا خو ولاړې دي يا د جنراتورونو په شور کې د خلکو نه ورک شوې دي. او دا يې لا څه کړې چې ورځ د مچانو په لښکرکشۍ کې تېره شي نو د شپې د پرېوتو سره سم ماشي تخريبي عمليات پېل کړي. نو ټوله شپه له هره کوره د ماشومانو د خولو نه د ژړا او د غټانو د خولو نه د برېښنا مسئولينو ته د ښکنځلو غږونه او لعنتونه اورېدل کېږي.

همدا نن به تاسې دا خبر هم اورېدلى يا لوستلى وي چې تېره شپه د پېښور په ښار درې راکټونه ويشتل شوي وه، خو له ښه مرغه څوک يې په وينو کې ندي لمبولي. که دا راکټونه په خپلو هدفونو ندي لګېدلي خو سرک په سرک، کلي په کلي او کوڅه په کوڅه نور بمونه، بريدونه او جګړې د انسانانو په خوراک لګيا دي او ښې غټې غټې شوړې وهي. همدغه وجه ده چې خلک د کورونو نه ډېر کم راووځي. په پورته عکس کې په پېښور کې د سېل او چکر مشهور ځاى ((سردرياب)) وينئ چې خالي پروت دى. په اوبو کې ولاړې خالي کښتۍ او د اوبو په غاړه خالي هوټلونه د سېلګرو په تمه په سرک باندې هر تېرېدونکي موټر ته خوار خوار ګوري، خو چې کله قدم په قدم باندې د مرګ دامونه خوارۀ وي نو سېل او چکر ته د چا زړۀ کېږي؟

ما د همدې سردرياب د غاړې د يو شاعر جلبل اشنغري، چې اوس په کراچۍ کې ژوند کوي، يو شعر څو کاله وړاندې اورېدلى و چې ويل يې:

يو وخت توپان داسې راځي چې ارادې ماتوي
ګنې نو ما خو پېښور په خوښه نۀ پرېښودۀ

خو اوس په سبب د "ظالمانو حاکمانو" او يا نورو "ـــانو" وضعه دې ته رسېدلې ده چې د پېښور پرېښودل د هر چا خوښه ده، مګر لاره نۀ ويني چې په کومه وتښتي. کاکاجي صنوبر حسېن ويلي وو :

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو!

خو د روانې وضعې نه هر چا ته معلومه شوې چې پښتون د پښتون په تالا کولو لګيا دى، او د رياض تسنيم په قول:

هر سړى په خپل شه رګ چاړه راباسي
او د خداى شکر وباسي

 خو د شکر خبره هم شته، او هغه دا چې ډېر خلک بيا هم د ښې ورځې هيله لري، يا د دې هر څه نه بېغمه د خپل ژوند په ورځنيو کارونو کې بوخت دي او پښتونخوا يې اباده ساتلې ده. دا هلک د دغو خلکو څخه يو دى. دى په اصل کې د باجوړ ايجنسۍ اوسېدونکى دى. باجوړ ايجنسۍ کې چې کومه وضعه ده د هغې په وجه د ده لپاره پېښور داسې دى لکه د پېښوريانو لپاره اروپا.

ليکنه او انځورونه: عبدالهادي حېران


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.