Banner

لۀ ديبله تر کابله (٦)

22.05.2008 08:16

شپږمه برخه

(پنځمه برخه دلته وګورئ)

مونږ واپس د حاجي ظاهر ځاى ته راغلو. زۀ، رياض، رازق فهيم، امجد شهزاد او عمران د موبايل سيم اخيستلو پسې بهر راووتلو. دغه وخت باچا صېب بهر د خپل ګاډي سره ولاړ و او د تللو لياره يې کوله. هغه چې مونږ وليدو نو يو تن يې راسره کړو چې دوى سره لاړ شه او خپل کارډ يې هم راکړو. د دغه وزيټنګ کارډ په يو ګوټ باندې د افغانستان د بېرغ د درې واړو رنګونو نه علاوه دوه تليفون نمبرې وې او په پښتو، انګليسي او دري ژبو کې پرې ليکلي شوي وو: د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ معاون شان باچا شينوارى. (Afghanistan National Islamic Movement. Asst. Director. Shan Bacha Shinwari) (جنبش ملي اسلامي افغانستان).

مونږ پسې وروسته اکبر سيال او اسرار اتل هم راغلل. مونږ د موبايلونو مارکېټ کاشف پلازې ته لاړو. هلته مو د سيمونو پوښتنه وکړه ولې قيمتاً مو پرې سمى رانغلو. مونږ لږه شېبه په دغه مارکېټ کې وګرځېدو. ځينو ملګرو تليفونونه هم وکړل او د کورونو حال احوال يې معلوم کړو. مونږ واپس روان شو. دا حاجي اسلم پلازه ده. او چې ما وکتل نو په مختلفو دوکانونو بورډونه د سيکهانو په نامو ليکلي شوي وو. هو! دا د سيکهانو حکيمانو دوکانونه وو. په يو دوکان ليکلي شوي وو پرتاب سنګهـ پکتياوال چې د افغانانو د زمکې سره د تړون يو ځلانده ثبوت و. رازق فهيم وويل چې زه په برمنګهم کې روان ووم يو سکهـ راسره مېلاو شو ما ته يې وويل چې پښتون يې ما ورته وويل هو. هغه ووې زه هم پښتون يم او د افغانستان د فلاني ولايت سره تعلق لرم. ما ورته ووې چې هغه به يقيناً ته هم پېژندې او ستا کتاب به يې هم لوستلى و. هغه لږ سنجيده شو او په نفي کې يې سر وخوزولو، چې نا، نا. ما ورته ووې دا کېدى نشي چې هغه ته پېژندې نه او ستا کتاب يې لوستلى نه و، ولې چې ته د افضل شوق نه څه کم خو نۀ يې. چې فلانى کاکا په تهايي لېنډ کې ((شلېدلى امېل) لوستى شي نو فلانى سکهـ په برمنګهم کې ((يوه پياله رڼا)) نشي لوستلى. هغه په خندا شو او زما په ټوقه ورسېدو.

مونږ چې درمسال سره تېرېدو نو ځينو ملګرو خواهش ظاهر کړو چې درمسال ته ننوځو او ګورو يې. مونږ د جګجيت سره مېلاو شو. هغه دننه بوتلو. ماشومانو پکې خپل عبادت کولو. مونږ هم احتراماً په سرونو رومالونه واچول او چې د چا سره رومالونه نه وو هغوى لکه زما ټشو پېپرې په سرونو کېښودلې. يوې ماشومې په ډېر ښکلي انداز په ارمونيم بهجن واورولو (ادا کړو). جګجيت ووې چې دا درمسال په ١٥٢٠ميلادي کې جوړ شوى دى. دا هغه ځاى دى چې دلته بابا ګورنانک راغلى و. څلوېښت ورځې يې دلته چله کړې وه. دې دوران کې څه نور مشران هم راغلل. عمران دغلته فوټوګرافي هم وکړه. جګجيت او د هغه مشران ډېر خوشحال شول او مونږ ته يې د ايسارېدو او د ماښام د ډوډۍ د خوړلو ډېر ټينګ ست وکړو. مونږ يې شکريه ادا کړه. او تېر ماښام واپس د حاجي ظاهر ځاى ته راغلو. د ماسخوتن د ډوډۍ نه وړاندې د دروېش دراني سره مې ادبي ګپ شپ ولګېدو. دروېش صېب ووې چې زما نوى کتاب د پښتو په عروضو روان دى. ما ورته ووى چې ما خو تر ننه اورېدلي وو چې د پښتو عروض نشته. هغه ووې چې دا کتاب راشي او تاسو يې ولولئ خصوصاً د ازاد نظم په حواله د بحرونو د استعمال په لړ کې پکې ښه بحث شوى دى.

د ماسخوتن ډوډۍ نه پس زه، رياض، سليم بنګښ او پروفېسر اسير منګل ناست وو ګپې شپې مو لګولې چې دې دوران کې د پښتو املا هم زير بحث راغله. سليم بنګښ ووې چې نوې املا ډېرې مسئلې پېدا کړې دي. هسې هم د وړو (طالب علمانو) ګيله وه چې پښتو ګرانه ده او د نوې املا له وجې دا د هغوى دپاره نوره هم ګرانه شوه. ما ورته ووې چې زما په خيال زمونږ مشرانو د دې خطې (سيمې) د نورو ژبو د مشرانو په مقابله دا کار د ټولو نه اول او غوره کړى دى. ولې چې دا مسئله د نورو ژبو سره هم شته ولې هغوى په وخت حل کړې نۀ ده او زمونږ مشرانو دا مسئله په وخت حل کړې ده. مونږ دا خبرې کولې چې دې دوران کې امجد شهزاد راغى او مونږ ته يې ووې چې د موسيقۍ پروګرام ملګرو شروع کړى دى هلته راځئ. مونږ هلته لاړو. د موسيقۍ د دې پروګرام سندرغاړي وحيد او امجد شهزاد وو. رباب محمد دين غږولو. او طبلې ته حشمت ناست و. موسيقي د سايل صېب او اکبر سيال نه تاوېده راتاوېده. ملګرو پکې اتڼ هم واچولو. او دغه شان د موسيقۍ دا پروګرام په ډېر خوند ناوخته سر ته ورسېدو. دې پروګرام کې زمونږ سره باچا صېب او د حجرې نور ملګري هم ناست وو، چې په مېنځ مېنځ کې به يې د چايو (قهوې) بندوبست کولو.

مونږ چې د پرېوتو ځاى ته راغلو نو د حجرې زلمو لا سنوکر کولو. ولې چې د هغوى د خبرو او سنوکر د لوبې غږ تر مونږ رارسېدو. زما عادت سهار وختي د پاڅېدلو دى او حسب عادت ډېر وختي پاڅم. دې دوران کې دروېش درانى، سليم بنګښ، اسير منګل او اکمل لېونى هم پاڅېدلي وو. د سهار لمونځونه هم وکړل. چونکې دلته ملګري ګڼ وو نو عمران راته ووې چې بهر بازار کې به حجامت هم وکړو او وبه هم لامبو. مونږ چې بهر ووتو نو نزدې مخامخ حمام و. مونږ چې حمام ته ورسېدو نو اکبر سيال حجامت جوړولو دپاره زمونږ نه وړاندې ناست و بلکې حمام د هغه حجامت ته اخري ټچ ورکولو. عثمان اولسيار ګرم ګرم راووتلو. صابون توليه يې خپل په لاس کې وو. حجام راته ووې چې ورځئ پرې غسل خانه وزګاره ده. د صابون او توليې په غوښتلو راته حجام ووې دلته د توليې او صابون په ساتلو د دولت (حکومت) له اړخه بندېز دى. په ښار کې څه موده د څرمنې بيماري وه نو له دې کبله د يو بل د توليې او صابون په استعمالولو بندېز دى. زما دا خبره ډېره زياته خوښه شوه او بيا خصوصاً دا خبره چې د حکومت عملدارۍ ته خلک په دومره خوشحالۍ سر ږدي نو دا د ستاينې وړ خبره ده. اګر چې مونږ هم هغه خپل عادت وکړو يانې صابون او توليه مو د عثمان اولسيار استعمال کړل.

د ناشتې نه پس د نومبر په ٢٦مه نېټه مونږ د کابل په لور روان شو. دا ځل هم مونږ حسب سابقه په دوو ګاډو کې سواره وو. دا د ننګرهار پوهنتون دى. د روډ نه هاسټلې ښکارېدې ولې چې د طالب علمانو وينځلې شوې جامې د وچولو دپاره بهر په برامدو کې اوېزاندې په نظر راتللې. اسد ووې چې هاغه سپين غر دى. په دې دولس مياشتې واورې پرتې وي نو ځکه دې ته سپين غر وايي. ځاى په ځاى د خښتو د پخولو بټۍ د سړک په يو اړخ او بل اړخ په خپل خپل کار کې بوختې وې. مونږ چې د ځوانانو د پارک سره تېرېدلو نو ګاډى لږ ورو شو. عمر دراز مروت د ګاډي د کړکۍ نه سر بهر کړى و. ماشومانو ترې تپوس وکړو چې تاسو د پنجاب نه راغلئ؟ هغه ورته په ټوقو کې ووې چې هو. ماشومانو ورته ووې مرده باد. عمر دراز مروت د سراييکي سټايل پټکى په سر وخندل او مونږ ورته وکتل او بيا ورسره مونږه ټولو په شريکه وخندل.

مونږ په يو سُرنګ ورننوتلو. دا د درونټې ډېم و. دا ډېم د جلال اباد د ښار د بجلۍ څومره ضرورت پوره کوي د دې خبرې يقيناً يو ځانته ارزښت دى ولې د دې ډېم طرزِ تعمير د سېلګرۍ په لړ کې هم يوه خپله ځانګړتيا لري.

دا عزيز خان کڅ و. ګاډى ودرېدو. د سړک په غاړه په يو بورډ ليکلي شوي وو: د استاد ګل پاچا الفت مزار. مونږ د الفت صېب مزار ته لاړو. لاس مو اوچت کړل، دعا مو وکړه. د الفت صېب د قبر په کتبه ليکلي شوي وو: د مرحوم الفت وصيت. دا وصيت په دې ډول ليکلى شوى و:

غواړمه چې مرګ مې وي په شان د يو فقير
نه دې پکې وير وي نه د خلکو ډېر بهير
نه دې راډيو کې وي زما د مرګ اعلان
نه دې وي زما پر قبر خان د بېګ او مير
نور څه نه وړم عجز او نياز به وړم خداى ته
رحم او کرم ته به يې وړم عذر او تقصير
لاس کې که څه نه وو چې نهر وږي ماړه کړمه
زړه کې خو څه وو چې يې په دوى کړمه زهير
ښه به وي که لږ مې دا تياره قبر رڼا کاندي
که مې رڼا کړى دى د چا ذهن او ضمير
ورکړئ غريبانو ته که وي زما څه مال
پټ غوندې له خلکو چې پکې نه وي تشهير

په جمع د دعا نه پس مونږ د سروبي په لور روان شو. مونږ چې لږ وړاندې لاړو نو امجد شهزاد او عمران لګېدلي بورډ ته اشاره وکړه چې دغه لار لغمان ته لاړه ده. هغوى دا هم ووې چې مونږ لغمان ته تلي يو. د اسد دانش کلي ته هم تلي يو. لغمان ډېر ښکلى ولايت دى. د اسد دانش کلى هم ډېر ښکلى دى.

مونږ چې څومره وړاندې تلو د ننګرهار ابادې زمکې او کڅونه لکه کاکا کڅ، محمد علي کڅ، مشاله کمر، نوى خوش نصيب هوټل زمونږ له نظره تېرېدل. د کاکا کڅ په يو سکول کې ماشومان او د هغوى استاذان په نظر اتلل چې وړو ته يې په کليوال او روايتي انداز تعليم ورکولو. مونږ د نغلو ډېم نه تېر شو. په تېرو شخړو کې دې ډېم ته ډېر زښت زيان رسېدلى و، ولې اوس دې ډېم سر دوباره کار پېل کړى دى او د تېرو پنځو کالو نه د دستيابو وسايلو په موجودګۍ کې برابره برېښنا پېدا کوي.

مونږ چې کله وريښمين تنګي ته ورسېدو نو دغلته سيند خپل ځان لږ نور په واضح انداز ښايلو او وضعه يې هم خوره وره وه. د سروبي ډېم د وريښمين تنګي په خوله کې په کابل سيند جوړ شوى دى. د سروبي ډېم د نغلو ډېم په مقابله کې کمه بجلي پېدا کوي. د نغلو ډېم د سروبي ډېم نه لس کاله وروسته جوړ شوى دى. که يو طرفته د سروبي ډېم دوه ويشت زره واټه بجلي پېدا کوي نو بل اړخ ته د نغلو ډېم نوي زره کيلو واټه بجلي پېدا کوي.

په سروبي کې ګاډى ښه شېبه ودرېدلى و. د سروبي دوکانونه د انارو او سېوانو نه ښه برچت وو. قيمتاً ارزان هم وو. مونږ دغلته که يو خوا يوه تفريحي دمه وکړه نو فوټوګرافي مو هم وکړه. بابري صېب د اوبو بوتلې په ملګرو ويش کړې. ملګرو د سروبي د انارو نه چې په اصل کې د تګاب د سيمې نه راځي هم خوند واخستو. سروبي د سيند په غاړه يوه ښکلې او زړه راښکونکې او اهمه ولسوالي ده. د سروبي د ښکلې او خوندورې شان دمې نه پس مونږ د کابل په لور روان شو.

د ماهيپر (ستغ) چړهايي چې ځانته خپل يو روايت او کلاسيکيت لري، د خپلو تمامو وياړونو او ننګونو سره سينه راايستلى او اوچت ولاړ و. ولې د خاکسارۍ يې دا حال و چې هر راتلونکي ته يې خپله سينه غوړولې وه او په پښتنه مينه يې د هر راتلونکي هرکلى کولو او د سره يې اړولو. د کابل د ارزښت او لوړوالي اندازه د ماهيپر د ستغ نه لګولى شي، ولې شرط يې دا دى چې سړى يې په خپلو سترګو وويني. د ليدلو او اورېدلو ډېر زيات فرق دى ځکه چې زه هم د دې روايتي او کلاسيکي ستغ د صحيح او پوره پوره تعريف او منظرکشۍ د بيانولو ځان قابل نه ګڼم. په دې ستغ چې کله مونږ ختلو نو ما فکر کولو چې که چرې افغانستان کې وخت له سره اړى ګړى نه وى پاتې شوى نو نن به مونږ لکه د کواټ د ټنل د ماهيپر د ستغ د سينې نه د يو ټنل په وساطت پورې راپورې وتلو او زه هم دا فکر کوم چې که دا موجوده امن يو پينځه يا لس کاله نور پاتې شو (خداى دې وکړي چې ټول عمر پاتې شي) نو هغه ورځ لرې نه ده چې د ماهيپر ټنل به د دنيا په رنګينو حسينو ټنلونو کې يو ياد ټنل ګڼلى کېږي.

د ماهيپر د داستاني ستغ نه پس د مومن خان شيرينۍ د داستاني کلي نه تېرېدلو. اسد دانش ووې چې هغه پورې د کمر په سر چې کوم کور ښکاري روايت دا دى چې دا د شيرينۍ کور دى. د مومن خان او شيرينۍ داستان په فوکلوري ادب کې ځان ته يو اهميت لري.

(دوام لري)


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.