Banner

مرکه

27.05.2008 05:54

ځينې خلک ورته "معرکه" هم وايي، ځکه چې د قلندر مومند په ژوند به ډېر تاوده بحثونه پکې کېدل او د تحقيق او تنقيد د دنيا معرکې به پکې سر کېدلې، خو اصلي نوم يې "د ساهو ليکونکيو مرکه" دى، چې د تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه اونيزې غونډې کوي او ورځ ښه وي که بده، ګډونوال لږ وي که ډېر، خو دا "مرکه" خامخا کېږي، ځکه نو چې د نړۍ د هر ګوټ نه کوم پښتون شاعر او ليکوال پېښور ته راشي او د ليکوالانو، شاعرانو سره د ليدلو تنده لري نو "مرکې" ته خامخا ځان رارسوي.

د دې مرکې بنسټ قلندر مومند ايښى و، نو څنګه چې د بنسټ ايښودونکي طبيعت او مزاج عجيب و غريب و، دغسې د دې مرکې هم دى. قلندر مومند چې څومره زياته پوهه لرله، هومره زيات يې دښمنان لرل نو ځکه ورته مشتاق مجروح "کثيرالاعداء" شخصيت ويلي دي. دغسې مرکه هم ده، ځکه چې په تېرو څه دپاسه څلوېښتو کلونو کې پښتو ژبې او ادب ډېرې ژورې وليدې، د مرکې د خېټې نه ډېرې ادبي ادارې وزېږېدلې او ډېرو هلکانو د همدې ځاى نه د علم او شعور ناليکلي سندونه واخيستل چې اوس د علم رڼاګانې په نورو ويشي، خو مرکه هماغه مرکه ده څنګه چې پخوا وه: د خېبر بازار د اردو ساينس بورډ د کتابتون د مېز نه راتاو څو کسان په يوه ادبي ليکنه يا شعر باندې علمي او تنقيدي بحث کوي، يو بل ته دليلونه او حوالې ورکوي، دغه هر څه د يو ګزارش په توګه ليکل کېږي، په پاى کې مشاعره کېږي او بيا هر څوک په خپله مخه!

په دې عکس کې تاسې د دغې تاريخي مرکې د يوې تازه غونډې ننداره کوئ. ګډونوال په ډېره توجو سره د يو ملګري خبرو ته غوږ دي. دا چې په انځور کې تورتم تورتم دى او د ګډونوالو سترګې لکه د بيلورو پړقېږي نو داسې نده چې ګوندې دا د پخوانۍ زمانې نه راپاتې کوم قديمه اثار دي، بلکې د برېښنا د نشتوالي له امله د رڼا دا لارويان پخپله په تورتم کې ناست د پښتو ژبې او ادب په خوارۍ خوار او د پښتنو په عمومي وضعه غمجن دي.

هر څو که مرکه د قلندر مومند د مرګ نه وروسته د ډېرو نورو هغو ملګرو د ګډون نه هم بې برخې شوې ده چې د هغه په ژوند به يې دا مېدان په مباحثو باندې تود ساتلى و، خو بيا هم مرکه، مرکه ده. خلک وايي فيل که مړ هم شي نو د يو لک نه زياتې روپۍ کوي. د مرکې خپل يو تاريخ او خپل روايت دى. د دې بنسټ يو داسې چا ايښودى دى چې په پښتو ژبه او ادب کې د ډېرو تحقيقي او تنقيدي لارو جوړوونکى او د استادانو استاد و، د پښتو ډېر تحقيقي او تنقيدي کتابونه يا هغه په خپله ليکلي او يا بيا ځينو خلکو د هغه په ملاتړ ليکلي او ځينو يې خلاف؛ يانې په هره حواله هغه يو ژور رول لرلاى دى. او بيا د څه دپاسه څلوېښتو کالو نه په هر ډول نامساعده حالاتو کې خپل وجود برقرار ساتل خو هم يواځې د يوې پښتنې ادارې خاصه ده او د ستر افغان خوشحال خټک په لاره تګ دى:

د عالم ډېرې خبرې، د جهان تورې لښکرې
زړۀ مې نۀ ښوري له ځايه، غر خو هسې وي کنه

نور عکسونه دلته


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.