Banner

پښتو موسيقي اؤ سندره

15.09.2006 19:13

پښتو موسيقي اؤ سندره

غازي سيال

سندره زمونږ د پښتو د عوامي شاعرۍ يؤ زوړ اؤ غوره نوم دى چې زمونږ د پښتون قام پېژندګلو ده.اؤ زمونږ د پښتني تهذيب اؤ رواياتو سره ژور تعلق لري اؤ زمونږ د ثقافت اؤ ادب نۀ ختميدونکې سرمايه ده.
ټپه د پښتو موسيقۍ د فولکلوري سندرې هغه برخه ده چې د دنيا د نورو ژبو د فولکلور نه د شکل په لحاظ جدا ده. فولکلور چې د هرې سيمې وي د هغې سيمې د عقايدو اؤ د اخلاقو ترجماني کوي. هم دغسې د پښتو ژبې فولکلوري سندرې د پښتون قام د پېژندګلو يؤ ريښتونى تصوير دى. زمونږه ټپه د شکل په لحاظ هغه فولکلور دى چې د دنيا په يوه ژبه کښې ئې هم مثال نشته. دا د زړۀ نه راوتى اواز چې صنعت ګري نۀ مني اؤ کۀ صنعت ګري پکښې راشي نو خپل خوند بائيلي. ټپه چې څومره کيف اؤ سُرور لري، بل يؤ صنعت ئې سيالي نۀ شي کولى. د ټپې په هره څپه کښې لا محدودې ښکلاګانې پرتې دي. حالاتو کۀ هر څومره خپل رنګ بدل کړى دى خو ټپې خپل رنګ اؤا ثر په  هيڅ صورت کښې کم کړى نۀ دى. په هر دورکښې ورته په درنه سترګه کتلى شوي دي. د ټپې نه بغير د پښتو فوک موسيقي نيمګړې ده. چې د فوک موسيقۍ عزت هم  دى اؤ ضرورت هم، ځکه چې دا د  فوک موسيقۍ بنياد دى. کۀ دا بنياد مضبوط وي نو په سندره وئيلو کښې به راج هم د هغۀ وي.  زمونږ فوک سندرې زمونږ لوک سندر غاړو په خپلو اوازونو کښې رارسولې دي خو ټپه په هره فوک سندره کښې خپل وجود ښائي چې هم داد فوک سندرې خاصه ده.
انسان اؤموسيقي يؤ بل ډېر سره نزدې دي. هم دا وجه ده چې موسيقي د انسان په زړۀ
اؤ ذهن ډير زر اثرکوي نو ځکه ورته خلک د روح غذا هم وائي. چېرته چې يؤ انسان کۀ په ډېر ضروري کارکښې مصروف هم وي خوچې خوږ اواز ئې په غوږونو ولګي نو فوراً ئې غوږونه د خوږ اواز طرف ته متوجه شي اؤ په دغه اواز ئې زړۀ اؤ ذهن ته سُرور اؤ ارام حاصل شي. اؤکۀ په دنيا کښې څۀ ته جادو وئيلى شي نو هغه صرف "راګ" دى. په دنياکښې به يؤ شى هم داسې نۀ وي چې په هغۀ د "راګ" اثر نۀ کېږى.  د "راګ" اثر نۀ يواځې په انسان بلکې په حيواناتو اؤ نباتاتو هم کېږي.
انسان د موسيقۍ نه  دخوند اخيستو باوجود تر نن  پورې د موسيقۍ هغه تعريف  ونۀ کړى شوکوم چې د موسيقۍ تعريف دى. ځکه چې د موسيقۍ مفهوم د موسيقۍ په سُرونوکښې پټ وي.  په الفاظو کښې د موسيقۍ بيانول ګران دي.
موسيقي وخت هم دى، موسم هم دى، حُسن هم دى اؤ مينه هم ده چې د انسان په سرشت کښې اغږلى شوې ده.
لکه څنګه چې زمونږ پښتو موسيقۍ د نورو ژبو د موسيقۍ نه جدا رنګ اؤ اهنګ لري داسې ئې "آلات" هم د نورو نه جدا دي. د پښتو د موسيقۍ چې څومره آ لات دي دا په معاشرتي سطح  يؤ خاص پس منظرلري. لکه "ډول" د پښتو د موسيقۍ داسې جزؤ دى چې بغير د ډول نه د پښتو موسيقي نيمګړې ده. ډول په څو رنګه منقسم دى اؤ د هر يؤ قسم ئې خپل خپل نوم دى. لکه طبله، ډولک، ډرم، دف ( تمبل )، ډهاګه، ټاڼه، ډماما اؤ نغاره وغيره په پښتو موسيقۍ کښې په کار راوستلى شي.
ترڅو چې د پښتو د لوک موسيقۍ د آ لاتو تعلق دى دا د خپلې سيمې ترجماني کوي لکه دف (تمبل)، سُرنا، شپېلۍ، رباب اؤ منګى. دا خالص د پښتو د موسيقۍ آ لات دي چې د پښتني تهذيب، ثقاقت اؤ د موسيقۍ يوه ضروري  حصه ګڼلى کېږي.
د پښتو د موسيقۍ ځنې هغه "آلات" دي چې د تارونو په ذريعه موسيقي پيداکوي لکه ستار ياسارنګي وغيره. ځينې آ لات د ساه په پوک وهلو موسيقي پيداکوي لکه شپېلۍ اؤ سُرنا وغيره اؤ ځينې آلات ئې د ګوتو وهلو په ذريعه موسيقي پيداکوي لکه طبله اؤ د ګوتو باجه وغيره. خصوصاً دا"آلات" زمونږ په لوک موسقۍ کښې زيات استعمالېږي. په دغو الاتو کښې ځينې الات د کلاسيکي اؤ نيم کلاسيکي دپاره مختص کړى شوي دي. د دغو آلاتو پېژندګلو داسې ده لکه شپېلۍ، طبله، د ګوتو باجه (هارمونيم)، شهنائي (سُرنا)، ستار اؤ يک تاره وغيره.
شپېلۍ: شپېلۍ زمونږ د پښتو د موسيقۍاولنى ايجاد دى. د لرګي نه جوړه شوې د موسيقۍ دا آله د دنيا په ټولو ملکونوکښې په څۀ نه څۀ بدل شکل کښې ضرورمونده کېږي.
ډول: دا د پښتو د موسيقۍ يؤ فولکوري آله ده چې زلمي د اتڼ اچولوپه وخت کښې د جلال اؤ جمال دواړو مظاهره کوي. په يؤ لاس کښې رومال اؤ په بل لاس کښې تُوره خوزوي اؤ د ډول په ډنګ په ګول دائره کښې ګډا کوي.
طبله: وئيلى شي چې دا د اميرخسرو ايجاد دى. طبله يوه داسې آله ده چې پخوا زمانه کښې به د اعلان جنګ په دوران کښې په استعمال کښې پکارولى شوه.
شهنائي (سُرنا): دا آله د موسيقۍ يوه زړه آله ده. دا هم د لرګي نه جوړه شوې آله ده چې په لوک اؤکلاسيکي موسيقۍ دواړو کښې يؤ شان مقبوليت لري. دا د ډول سره ډېرخوند کوي. وئيلى شي چې دا آله بوعلي سينا جوړه کړې ده. چې د بوعلي سينا د نوم سره مناسبت لري. اول د دغې آلې نوم "سينائي" ؤ چې وروستو شهنائي شو.  په بنو کښې اوس هم زاړۀ خلک  دغې شهنائي ته سينائي وائي. بوعلي سينا د نورو علومو نه علاوه په "سُرسنګيت" هم ښۀ عبورلرو.
سارنګي: دې آله کښې څلورتارونه ټک وهلى شوي وي. دا په کلاسيکي موسيقۍ کښې استعمالولى شي.  په مشرق اؤ مغرب  دواړو کښې يؤ شان مقبوليت لري.
ستا ر: دا آله د سارنګي سره مشابهت لري. د دغې آلې اولنى نوم "سه تار" ؤ چې د "سه تار " نه په ستار واړولى شو. سه تار په فارسۍ کښې درې تارونه معنى ورکوي. هم په دې وجه ورته ستار وئيلى شي. اول اول به په ستارکښې درې تارونه ټک وهلى شوي وو خو اوس په ستارکښې اوۀ تارونه ټک وهلى شي. وئيلى شي. ستار آله هم د اميرخسرو ايجاد دى. ستار په مشرقي اؤ مغربي موسيقۍ دواړو کښې مرکزي حثيت لري. د کلاسيکي موسيقۍ يؤ جزؤ دى چې په ډېر محنت اؤ ډېر رياض پکښې کمال مونده کېږي.
يک تاره: د يؤ تار دا آله په يؤ تارکښې غږولى شي. د موسيقۍ په حواله دا آله د ټولو نه اولنۍ آله تصورکېږي. د اکبراعظم په زمانه کښې مشهورسندرغاړي تان سين  په دغه ساز کښې "راګ" ته ترقي ورکړېده.
غجکه: دا هم دپښتو د موسيقۍ د ټولو نه زړه آله ده. دا په ګز غږېږي. د "کسر" سره په سنګت کښې د غږېدو دپاره ډېر موزون ساز دى. دا ساز اوس هم په سويلي سيمو کښى موجود دى. دا ساز د سنکدراعظم  په زمانه کښې ډېرمشهور يادېږي. دا ساز د هرې نښتې نه پس به  د کسر په ژبه غږېدۀ. په غجکه ساز کښې درې تارونه  قايم وي اؤ باقي څلور تارونه  د دې نه تاوېږي راتاوېږي.
الغوزه: دا هم د موسيقۍ يوه زړه آله ده چى په کلو بانډوکښې مقبوليت لري اؤ لکه  د شپېلۍ په خُلۀ غږېږي اؤ لکه  د شپېلۍ په سورو ئې د ګوتو سرونه  کېښودلى شي اؤ "راګ"  ترېنه ويستلى شي.
د ګوتو باجه (هارمونيم ): اګرکۀ دا ساز د پښتو د موسيقۍ ساز نۀ دىخو نن  سبا په  پښتو موسيقۍ کښې داسې مروج شوى دى چې بغير دګوتو د باجې (هارمونيم) نه پښتو موسيقي نيمګړې ده. د ګوتو باجه (هارمونيم) په اصل کښې انګريزي ساز دى. وئيلى شي چې دا ساز اول فرانس ايجاد کړى دى اؤ بيا جرمني جوړکړو. جرمني ته په دغه ساز "سُر" جوړول نۀ ورتلل. د آل انډيا د موسيقارانو نه ئې زده کړه وکړه. د فرانس د ګوتو باجې (هارمونيم) "سُرونه" ډېر پاستۀ اؤ خواږۀ وي اؤ د جرمني د ګوتوباجې (هارمونيم) نه ئې سُرونه مضبوط اؤپايدار وي. په پښتوموسيقۍ اؤ خاص کر په مشرقي موسيقۍ کښې چې کوم سازونه استعمالېږي هغه مغربي موسيقۍ نه جدا دي لکه طبله، ډولک، سارنګي، ستار، دلربا، ګونګرو، نال، يک تاره، سرمنډل، تان پوره، بندر، جى پوري، بېنجو، نغاره، هينګو بونګى، سرود، ډمامه اؤ هارمونيم. دې نه علاوه چې کوم خاص د پښتوسازونه دي لکه ډول، دف (تمبل )، سُرنا، (شهنائي)، سارينده، رباب، منګى، شپېلۍ، چترالي ستار، چوتاږه، ډاګه، ډرم، ټاڼه، ميردنګ، دروزه اؤ د ګوتوباجه (هارمونيم)  چې په پښتوموسيقۍ کښې په کثرت سره استعمالېږي.
د هر ملک اؤ هرځاى موسيقي جدا ده. لکه څنګه چې د انګرېزۍ موسيقۍ رنګ اؤ اهنګ جدا دى داسې ئې سازونه  هم جدا دي. لکه ګېټار(اليکټرک  سپينش ګيټار، سيګزر، کېسېو(آرګن) وائلن عام اؤ وائلن (اليکټرک) کېنګو، جارډرم، ترپانه، جهنکار، ميډولين،  پراش، بِکل، کلانټ، سيکسوفون، کاډين، چترنګ اؤ بينډ وغيره په مغربي موسيقۍ کښې استعمالېږي.
انسان د موسيقۍ الات جوړکړل اؤ دغه آلاتو نه ئې مختلف قسم "ساز" اؤ "دُهن" ته ترتيب ورکړو چې دا په معاشرتي سطح  يؤ خاص پس منظر لري. يؤ موسيقار هغه وخت ښه  موسيقي ترتيب کولى شي کله چې آلات معياري وي اؤ چې آلات معياري وي نوظاهره خبره ده چې دُهن  به هم معياري وي. همېشه دپاره موسيقارانو د داسي آلاتو نه ښه موسيقي ايستلې ده. موسيقي يؤ جادو دى اؤ موسيقار يؤ جادوګر دى. هرکله چې د يؤ موسيقار د ذهن  د  پردې نه راوتي سُرونه په ساز خوارۀ شي اؤ يؤ خاص آواز پيدا کړي نو دې ته موسيقي وئيلى شي. اؤ بيا چې آواز يؤځاى شي نو بيا د انسان په جذباتواؤ احساساتو يؤ پوست اؤ خوږ اثر پرېږدي. اواز د اوؤ سُرونو نه پيدا کيږي چې تعلق ئې د انسان د اواز سره دى. دا سُرونه پنځه، شپږ يا اوۀ وي. خو د پنځو سُرونو نه يؤ سُرهم کم نۀ شي جوړېدى. سا رى ګا ما پا دها ني چې صرف اوۀ  ټکي دي خو په دغو اوۀ  ټکوکښې يؤ جهان پروت دى.
موسيقي هم لکه د شاعرۍ اؤ مصورۍ يؤ لطيف فن دى. مونږ ته د موسيقۍ زوړ تاريخ  دا ښائي چې موسيقي همېشه دپاره امراؤ د کمال درجې ته رسولې ده اؤ هر نوموړي بادشاه ورته د عزت اؤ وقعت په نظر کتلي دي اؤ په خپلو دربارونو کښې ئې بهترين ځاى ورکړى دى. تر دې چې زمونږ غټو غټو اولياؤکرامو اؤ صوفياؤ عظامو ته موسيقي روحاني غذا ثابته شوې ده. د خاندانِ مغليه په تاريخ کښې د تان سين غوندې سندرغاړي تذکره موجوده ده.
هندوان د موسيقۍ په باره کښې وائي چې د موسيقۍ دا فن د برهما ديوجي نه ناروجي اؤ هنومان ته رسېدلى دى.  هندوان  دا هم وائي چې دا فن د برهماجي نه ګاين وريا سرستي زده کړى دى اؤ بيا دا فن  داسې رو رو خور شو.
بعضې ئې د داود عليه السلام ايجاد ګڼي چې الله پاک ورته لحن داؤدي معجزه عطاکړې وه.اؤ بعضې ئې د حکيم فيثاغورث د ذهن  نتيجه بيانوي.
د يونان په زړو کتابونو کښې راغلي دي چې د زمکې په مخ د ټولو نه اول موسيقي يونان ايجادکړېده اؤ د يونان نه په فارس کښې خوره شوه. اؤ دغسې د هرملک خلک د موسيقۍ ايجاد د خپلو خپلوخيالاتو مطابق په مختلفو طريقو کښې بيانوي. د يوناني تحقيق مطابق په موسيقۍ کښې اوۀ سُرونه دي چې په ټوله دنيا کښې لا تراوسه چا دا ثابته  نۀ کړى شوه چې په موسيقۍ کښې اتم "سُر" هم شته. د يؤ سُر نه ئې واخله تر بل سُر پورې د فاصلې تعين هم يونانيانو کړى دى. دغه سُرونه په مختلفووختونوکښې تقسيم شوي دي چې د نمر راختو نه اول يؤ سُر وي اؤ د نمر د راختو په وخت بل سرُ چې اوريدونکي ئې صفا محسوسولى شي چې اوس نمر راخېژي اؤ اوس نمر راوخوت. هم دغسې ئې ماښام کښې نور سُرونه وي چې په ځنوسرونو کښې د خوشحالۍ اظهار وي اؤ په ځنوکښې د غم عکاسي وي اؤ په ځنوکښې د خوف اؤ دهشت اظهار وي. خاص سُرونه په خاص وختونوکښې ښۀ لګي لکه  د مثال په طور "تيور" اؤ "مدهم" د ماښام په وخت ښۀ لګي ځکه چې په هغې کښې د "تيور" اؤ د "مدهم" زور ښکاره وي. داسې شُد مدهم راګ دى چې د سحر په وخت کښې وئيلىکېږي چې ډېر خوندکوي.
د موسيقۍ د وختونو تقسيم د موسيقۍ استاذانو د څۀ خاص اصولو په بنياد کړى دى چې څلورويشت ګېنټې ئې په  اتو حصو تقسيم کړې دي:
1. د سحر د شپږو بجو نه تر نهه بجو پورې چې کوم ''راګونه " وئيلى کېږي، ډېر خواږۀ، صفا اؤ ښکلي دي. په دې کښې "رِکهب "،  "مدهم"،  "هيوت"،  "کومل" اؤ "رام کلي" وئيلى کېږي.
2. د ورځې د نهه بجو نه تر دولسو بجو پورې چې څومره سُرونه وئيلى کېږي "کومل" وي لکه "اساوري"،  "بهيروين" اؤ  ټوډي.
3. د ورځې د دولسو بجو نه تر درې بجو پورې چې کوم راګ غږېږي په دې کښې "ګندهار"، "مدهم" اؤ "نکهاد" "کومل" جوړ شي اؤ دا د سحر په وخت کښې "رِکهب" اؤ "دهيوت"، "تيور" جوړ شي لکه "بهيم پلاسي"، "پيلو" اؤ "دهناسري"  وغيره.
4. د ماښام  د درې  بجو نه  تر شپږو بجو پورې دا وخت "ګندهار" اؤ "نکهاد"، "تيور" شي.
5. د شپږو بجو نه تر نهه بجو پورې ټول راګونه يؤ شي اؤ"شدهه" وئيلى کېږي لکه "ايمن کليان"، "بهوپال" اؤ "کدارا" وغيره.
6. د شپې د نهه بجو نه تر دولس  بجو پورې  نور ټول "سرُونه " تيور"  شي. "کندهار"، "مدهم" اؤ "نکهاد" کومل  شي.
7. د شپې د دولسو بجو نه د شپې تر دريو بجو پورې وخت کښې چې کوم "راګ " غږولى شي  په دې کښې "رکهب" اؤ "پنچم" يا خو ورک  شي اؤ يا ډېرکمزورى  شي. په عام طور سره "کومل " سُرونه  مستقل  شي.
8. د شپې د دريو بجو نه تر سحر شپږو بجو پورې په وخت "کومل"،  "راګ"،  "سوهني"، اؤ "مالکونس" تيور شي. مثلاً "هنډول" راګ دا وخت وئيلى کېږي. په دې کښې "رکهب"، "کومل" اؤ "سوهني" راګ  ترېنه جوړ شي اؤ کۀ  "پنچم" پکښې شامل شي نو "پرچ راګني" ترې جوړېدى شي. په دې کښې "کومل"، "بسنت" اؤ "للت" هم دا وخت وئيلى شي ځکه چې دا وخت "کومل" اؤ "تيور" دواړه  سُرونه  لګېدى  شي.     
کى ايل رليارام اؤ جهنډى خان په خپل کتاب "فنِ موسيقي" کښې د سُرونو پېژندګلو داسي کوي: "راګ د سرُ نه جوړېږي اؤ د اوازونو  تقسيم ته سرُ وئيلى شي چې په هر يؤ راګ کښې اوۀ  غټ سُرونه  دي. د دغو سُرونو نومونه داسې دي: کهرج، رکهب، ګندهار،  مدهم،  پنچم، دهيوت اؤ نکهاد.
1. کهرج، چې مختصر نوم ئې "سا" دى د دغه سرُ رنګ ګلابي دى اؤ لباس ئې سپين تصورکېږي. د کنول ستوري سره منسوب دى. دا د خوشحالۍ په وخت کښې وئيلى کېږي. دا سرُ بذاتِ خود قائم دى. د ټولو "راګ راګني" روح  ګڼلى کېږي. د دغه اواز د انسان  د نامۀ نه راوځي.
2. رکهب، چې مخفف ئې "رى" دى. دا سُر د برهما ديوتا د عاطفت د سيوري لاندې ګڼلى کېږي. تعلق ئې د عطارد د سيوري سره دى. رنګ ئې شين  تصور کيږي. وخت ئې د سپرلي د موسم سره مشابه دى.  تاثير ئې سوړ اؤ خشک دى. دا هم د خوشحالۍ اؤ د سُرور په وخت کښې وئيلى شي. د دغه اواز د اِِِِنسان  د زړۀ نه راوځي. په مارغانوکښې ئې اواز د "پپيها" سره ملاوېږي.  دا دګرمۍ په موسم کښې زيات مؤثر وي.
3.  ګندهار، چې مختصر نوم ئې "ګا" .دى، دا سُر .د سرسوتي ديوي نه تعلق لري. د زهره ستوري سره منسوب دى. تائير ئې سوړ اؤ لوند دى. د ګرمۍ په موسم کښې خوښولى شي. رنګ ئې نارنجي اؤ لباس ئې سُور تصورکېږي. اواز ئې د انسان  د سينې نه راوځي.  په ځناورو کښې ئې اواز د "ګډ" سره ملاوېږي.
4. مدهم، چې مختصرنوم ئې "ما" دى، دا سُر د مهاديو د عاطفت سېورى ګڼلى شي. دا د نمرسره تعلق لري. په مزاج کښې ئې بېقراري مونده کېږي. اثر ئې خشک دى، رنګ  ئې موتيا اؤ لباس ئې سپين تصورکېږي. اواز ئې د انسان  د حلق نه راوځي. په مارغانوکښى ئې اواز د  زاڼې  د اواز سره  مشابهت  لري.
5. پنچم، چې محفف ئې "پا" دى، د لکشمي ديوي نه تعلق لري. د مريخ ستوري سره منسوبېږي. دا هم د کهرج غوندې قايم دى. لباس ئې سُور اؤ رنګ ئې زعفراني ګڼلى کېږي. تاثير ئې ګرم اؤ خشک دى.  پېژندګلو ئې قهر، جبر،  غم  اؤ غصه دى. اواز  ئې د انسان د خُلې نه  راوځي اؤ د کوئل  د اواز سره  مشابهت  لري.  دا هم قايم دى.
6. دهيوت، چې مختصر نوم ئې "دها" دى. دا د ديوتا ګنيش د سيوري لاندې دى. رنګ ئې زيړ اؤ لباس ئې سُور تصورکېږي. د مشتري ستوري نه تعلق لري.  تاثير ئې سوړ اؤ ګرم دى، صفت ئې خوشحالي اؤ سُرور دى. اواز ئې  د انسان  د تالُو نه  راوځي. د مار د اواز سره  مشابهت  لري.
7. نکهاد، چې مختصر نوم  ئې "ني" دى. دا سُر د ديوتا سريا نه تعلق لري. د زحل ستوري سره منسوبېږي. رنګ اؤ لباس ئې تور تصورکېږي. تاثير سوړ اؤ خشک لري. د خوشحالۍ، سُرور اؤ د انسان د جذباتو د رالړزولو دپاره  دى. اواز ئې د انسان د پوزې نه راوځي اؤ د هاتي د اواز سره  مشابهت  لري.
هغه اواز چې د انسان د غاړې نه راوځي هغې ته سُروئيلى شي خواه کۀ هغه قايم وي اؤ کۀ مُحرک. خو د موسيقۍ په بنياد په اوؤ سُرونو کښې موجود وي. اؤ د دې نه تمام راګ اؤ راګنۍ ووځي. په دې اوؤ سُرونو کښې صرف دوه سُرونه کهرج اؤ پنچم قايم وئيلى کېږي اؤ رکهب، ګندهار، مدهم، دهيوت اؤ نکهاد، دا پنځۀ سُرونه محرک دي. دا صرف په يؤ ځاى قايم نۀ پاتې کېږي. کله د لاندې راځي اؤ کله د باندې. د ګوتو په باجه کښې چې د کوم سُر اواز  پوره ادا کوي هغې ته د باندې سُر وئيلى شي چې دا په سپينه پرده کښې وي اؤ سپينې پردې ته په موسيقۍ کښې تيور وئيلى شي. اؤ چې د برابرې حصې نيم اواز واخستۀ شي دې ته لاندې سُر وئيلى شي چې په توره پرده کښې وي اؤ تورې پردې ته په موسيقۍ کښې کومل وئيلى شي. اوؤ سُرونو ته په تېزۍ کښې سرګم وئيلى شي چې دا د دغو اوؤ سُرونو د مختصرنوم مجموعه  ده.
زمونږ زړو موسيقارانو زمونږ پښتو فولکور ته د موسيقۍ د ترتيب کولو په وخت  د زړۀ وينې ورکړې دي اؤ پښتو فولکور ئې ژوندى ساتلى دى اؤ د فولکور د ژوندي ساتلو سره سره ئې خپل ځانونه هم ژوندي ساتلي دي چې د خپلې موسيقۍ په زور به تل تر تله  ژوندي وي. دا يؤ منلى شوى حقيقت دى چې د اول نه د هرې سيمې په موسيقۍ د هندوستان د موسيقۍ اثر ؤ. اؤ داسې چې زمونږ د پښتو موسيقي هغه وخت عامه نۀ وه د هغه وخت زمونږ دا فولکور چې د پښتو د موسيقۍ اصلي نشاندهي کوي داسې ده چې:
زما لالى چنار دى نارنجه ولې ولې
زما د غاړي هار دى   نارنجه  ولې ولې

په پس منظر کښې ئې يوه پېغله د خپل محبوب ستاينه داسې کوي: اى نارنجه! زما لالى (محبوب) خو د چنار په  شان  ونه  لري اؤ تۀ؟  تۀ خو ولې ولې ئې. تۀ زما د لالي سيالي نۀ  شې کولى. زما لالى زما د غاړې هار دى.  دا سندره  چا راوړې ده؟ کله ئې راوړې ده؟ په دې بحث کښې زۀ نۀ ځم. خو دا فولکوري  سندره مونږ ته زمونږ سندرغاړو په خپلو اوازونو کښې امانته رارسولې ده چې زمونږ په فولکوري سندرو کښې يوه ياد سندره  ده اؤ هم دغه سندره  په اخري ځل نثارمحمد خان په سنټرل پروډکشن لاهور کښې د ګلنار بېګم اؤ نورو په اوازونو کښې د کورس  په  شکل کښې  ريکارډ کړه اؤ د شهرت په بام ئې وخېژوله.
دغه قسم فولکوري سندرې د ډول، سُرنا اؤ د دف (تمبل) سره موسيقاران په خپله موسيقۍ کښى ترتيب کوي چې ډېر خوند کوي.
سندره چې زمونږ د عوامي شاعرۍ يؤ نۀ ختمېدونکى صنف دى اؤ زمونږ په فوک موسيقۍ کښې يؤ غټ نوم دى اؤ د انسان د جذبې د اظهار يوه مؤثره ذريعه ده. په دې کښى حتى داسې سندرې هم شته چې صرف انګ اؤ رنګ  لري اؤ په وئيلو کښې ئې يؤ خوند اؤ سُرور محوسيږي. لکه د شکيله ناز په اواز کښې دافوک سندره:
انه رنه  ګلونه راوړه
جانانه زما ګلونه راوړه

يا د نسيم اختر دا سندره چې فوک ده اؤ خالصه بنوڅۍ ده چې په مفهوم ئې ډېر په مشکله اوريدونکي رسېدى شي داسې ده:
چيغنه پليتر تر، کربوسکې ګل اؤ کشله ده
د هر چا مول ګرځيژي د ميژمول ئې شړله  ده
وي الله، نانا نا هئ، چيغنه پليتر تر

په پس منظر کښې يوه غرئيزه پېغله چې په پټو کښې ئې د مالوچو ګلونه ( پاغوندې ) مکمل کړې وي، زنانه په کورونو کښې مالوچ په څرخه وباسي، څرخه "تر تر" اواز کوي. عجيبه ده چې د هر چا مال په پټو کښې څري اؤ زما مال ئې شړلى دى".
جانان مى تلى دى__اؤ ما ليدلى دى
دغرۀ لمنه کښې کړکڼې زبوينه _خانه _او_ جانان مې تلى دى
د نسيم اخترپه اواز کښې دا غرئيزه فوک سندره چې خالصه وزيرۍ ده، د موسيقيت خواږۀ ئې تردې دمه په زړونو اؤ ذهنونو خوارۀ دي اؤ هيڅ اثر ئې کم کړى نۀ دى چې "دُهن" ئې اوريدونکي د ځان سره بيائي. د اواز اؤ د سُر په جادو کښې ځان ګېر ويني. د بنو د دنګو دنګو غرونو په لمن کښې د مازيګر په زړۀ راښکونکي منظر کښې يوه غرئيزه پېغله د پيزېبو په شړنګا کښې، دواړه ليچې د بنګړو نه ډکې، غټ لونګين په غاړه اؤ د مېزرو پيچۍ په سر په مکېز مکېز د خپل محبوب په طرف روانه ده چې د غرۀ په لمن کښې د هغې دپاره کرکڼې زبوي.
زۀ لټ پټې کونتره، شورېژم لره بره
خرڅکى نۀ يم چې په پړي باندې وير کوم
                                            سيل د کشمير کوم

دا بنوڅۍ فوک سندره چې د حنيفۍ نه د ګلناربېګم اواز ته رارسېدلې ده، ډېر ئې په مفهوم نۀ پوهېږي خو د ترنم اؤ د الفاظو د ادائيګۍ نه ئې اورېدونکي خوند اخلي. د سندرې په پس منظر کښې يوه مسته پېغله چې په خپل حُسن اؤ ځوانۍ مغروره ده د خپل ځان متعلق وائي چې:
"څوک به وي چې زما د حُسن اؤ ځوانۍ سيالي وکړي؟ زۀ خو لټ پټي ( بازيګره ) کونتره يم چې په هوا کښې لره بره  شورېږم. زۀ خرڅکى ( ابابيل يا طوطا کرکى ) خو نۀ يم چې د کپړو د وچولو په تار ناست وي اؤ د ځان سره وير کوي. زۀ خو په هوا کښې الوځم، اوړم راوړم وزرې پړکوم. خرڅکى زما سيالي چېرته کولى شي. زۀ خو د کشمير سيل کوم".

سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه
ټيک مې دړې وړې، دا چارې د زرګر دينه

د سندرې په پاسنۍ مصرعه کښې د "خونبارې" په ځاى "خمارې" اؤ د "لاجمدر" په ځاى "جالندر" وئيلى شوي دي چې د سندرې مفهوم ئې شکمن کړى دى. ګلناربېګم ته چې څنګه ښئيلې شوې وه هم هغسې ئې وئيلې ده. د هغې صرف د ترنم سره کار ؤ اؤ په ترنم ئې پوره وئيلې ده.
"جمدر" زمونږ په قبائيلي سيمه کښې د يوې نوکدارې اسلحې نوم دى چې زلمي ئې په کمربند کښې ټومبي. د "جمدر" په باره کښې دا متل هم ډېر مشهور دى چې "جمدر" کۀ د سرو زرو هم شي خو په ګېډه نۀ شي منډلى. نو دې دپاره دا "جلندر" نۀ دى "لاجمدر" دى.چې د "لاجمدر" نه "جلندر" وئيلې شوې دي. د ځينو په خيال دا "جودر". جودر چې په غنمو کښې زرغونېږي د يؤ بوټي نوم دى چې وږي ئې اوږدې اوږدې تورې تورې نرۍ نرۍ  لشې لري چې د بڼو سره مشابهت لري. خو کۀ په سندره کښې جودر ولګي نو بيا د سندرې وزن ماتوي. اؤ په موسيقۍ کښې هم سمون نۀ خوري. نو دې دپاره د جودر استعمال هم غلط دى. په اصل کښې دا نۀ "جودر" دى او نۀ "جالندر". دا " لا جمدر " دى نو چې "لاجمدر" شي نو د سندرې مفهوم اؤ معنى به صحيح شي اؤ په موسيقۍ کښې به هم پوره شي. اوس دا سندره داسې شوه چې:
سرې سترګې خونبارې،  باڼۀ مې لا جمدر دينه
 ټيک مې دړې وړې،  دا چارې  د زرګر دينه

د سندرې په پس منظر کښې يوه شوخه پېغله چې ائينې ته ودرېږي اؤ خپلې سرې  خونبارې سترګې وګوري چې د سترګو نه ئې ګېرچاپېره تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د نوکدار "جمدر" ولاړ وي نو په داسې حال کښې په خپل موج کښې ائينې ته وائي چې:
"څوک به وي چې زما د سترګو د وړاندې راشي. زما د سرو خونبارو سترګو تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د پهرېدارو تيار ولاړ دي خو افسوس چې زما په تندي موجوده وخت ټيک نشته، ټکړې ټکړې د زرګر په دوکان د مرمت  دپاره  پروت دى. تراوسه  زما ټيک نۀ دى جوړشوى دا ټولې چارې د زرګر دي چې د ټيک په وجه زما حُسن نيمګړى دى. دا وخت کۀ چېرته زما په تندي ټيک پروت وى نو هيچا زما د حُسن بلاخيز تاب نۀ شو راوړلى".
لکه څنګه چې د پښتو موسيقۍ مزاج  د نورو نه جدا دى داسې ئې رنګونه  هم جدا دي اؤ مختلف رنګونه لري لکه شان، ساخني، لاره،  پېره، غل عل، اصول، ټپه، سل بخته، اتڼ، دڼ اؤ دما. استادانو د دغو نومونو تشريح داسې کړيده:
شان: دا د پښتو د موسيقۍ هغه غږ دى چې د مجلس په سرکښې سندرغاړې د مجلس ځاى ته ورنزدې شي .نو د حجرې خلک دا اصرارکوي چې په شان سره به حجرې ته ننوځي. ساز غږوونکي سازونه کس کړي او په شان سره حجرې ته روان شي. اول ياقربان وکړي اؤ بيا څو ټپې ووائي اؤ سندره  شروع کړي اؤ په خوند خوند ئې اختتام  ته ورسوي. د حجرې خلک پاڅي اؤ په ډېراحترام ئې کښېنوي .
ساخني: دا د رحمت استاد، قدرت استاد، غلام علي شاخېل اؤ د چودهري روشن خان استاد ( دکشورسلطان پلار) د ذهن  نه راوتې نغمه ده چې د سازونو په سُرکولوکښې ئې ابتدا د ساخني نه کېږي. دې ته  هم  لکه  د شان اول يؤ څو ټپې وشي اؤ بيا سندرغاړې  سندره  وائي .
لاره:  لاره يا لېره، دا د پښتو په "دُهنونو" کښې يؤ خاص "دُهن" دى اؤ زمونږ اصلي ثقافت دى. دا کلاسيکي موسيقۍ ته ډېر نزدې دى. لکه د "سنکرت سنګيت" په تين تال کښې جوړشوى دُهن دى.  په بلميت "لَى"  کښې غږولى شي خو اوس  دا په ورکېدو  دى.
پېره: دا هم د پښتو د موسيقۍ يؤ خاص  "دُهن"  دى چې د پښتو د موسيقۍ استاذانو جوړه کړى شوې يوه  نغمه ده.  لکه  د لاره کلاسيکي موسيقۍ ته نزدېکت لري.  ډېره زړه نغمه ده.
غل عل: د پښتو د موسيقۍ يوه داسې نغمه ده چې د "اللهو" په شکل کښې جوړولى اؤ وئيلى شي چې په زانګو کښې مور ماشوم ته په خواږۀ اواز کښې ګڼوي. اؤ د غل يا ډاکو ذکر پکښې کوي اؤ ماشوم  پرې اودۀ کوي.
اصول: د دغې نغمې ټيکه په طبله کښې جوړه کړى شوې د ه اؤ لکه د "پېره" شکل لري.
اتڼ: د پښتو اؤ پښتنو دا يوه داسې نغمه ده چې د ډول اؤ د سُرنا سره غږولى شي. د ډول  په  ډنګ يؤ يؤ  زلمى راپاڅېږي يوه  ګول دايره جوړه کړي اؤ په شريکه د "اتڼ" ګډا کوي. په يؤ سُر اؤ  يوه  لَى کښې د دغې ګډا چل هر پښتون  ته ورځي.
ټپه: د پښتو د موسيقۍ يوه اهمه اؤ نۀ ختمېدونکې نغمه ده. د پښتنو د ژوند ژواک ترجماني کوي. د هر موسم، د هر وخت، د غم اؤ خوشحالۍ، د مينې اؤ نفرت، د جنګ اؤ امن نغمه ده. په هره موقعه کښې وئيلى کېږي. په "مغلائي" ټيکه کښې جوړه کړى شوې ده. د پښتنو د ذهني تفريح يوه اهمه ذريعه ده.
د"ټپې" نه پس په دويمه درجه کښې چاربيته راځي چې په څلورو مصرعو منقسمه وي. د پښتو د موسيقۍ يؤ غوره صنف دى.  د چاربيتې مختلف قسمونه دي اؤ په هر قسم کښې د چاربيتې استاذانو طبع ازمائي کړېده. په دغو استادانو کښې احمد دين طالب، عبدالله استاذ، باجوړى استاذ، عبدالواحد ټهيکدار، عبدالوهاب دستي، امانت، نورالدين، علي حيدر جوشي، بادشاه ګل استاد، ميرګل شاه، پيرغلام شمسي خېل، عبدالله شاه استاد، پيرګوهر اؤ داسې د نورو ډېرو استاذانو چې ماته ياد نۀ دي نومونه شامل دي، چې د چاربيتې د رديف قافيې تسلسل اؤ تاريخي اهميت ئې برقرار ساتلى دى. د چاربيتې د موسيقۍ ترتيب کولو کښې حميرا استاذ،  تاج محمد، دلفراز نيازي  اؤ بختيار جوت مقام لري.
سندره يا لوبه په موسيقۍ کښې په درېمه درجه کښې راځي. سندرې يا لوبې ته کۀ اولسي رنګ ووئيلى شي نو بې ځايه نۀ دى.  لوبه يا سندره  هم  مختلف قسمونه لري. ځينې کړۍ بندې دي، ځينې په مصرعو اډاڼه لري، د ځينو "استائي" په دوؤ مصرعو کښې اؤ د ځينو  په يوه يا په يوه نيمه مصرعه کښې وي. د ځينو سندرو "انتره" په يوه يا دوې يا په دريو مصرعو کښې وي. اؤ دغسې سندرې يا لوبې زنانه په کورنو کښې د ودونو اؤ ښاديو په موقعو په ډېر شوق سره وائي. زمونږ دغسې سندرې فوک رنګ لري چې په جذباتو زر اثر اچوي. زمونږ اکثر چې څومره فوک طرزونه دي د لوبې يا د سندرې په شکلونو کښې موندل کېږي. داسې زمونږ په فوک سندرو کښې هم د سندرې يؤ قسم دى چې د پښتو د عوامي شاعرۍ لکه د ټپې زوړ صنف دى اؤ د پښتو د موسيقۍ يؤ غوره نوم دى. په "کسر" کښې هم لکه د ټپې د انسان د جذباتو د څرګندولو اظهار ډېر په زړۀ راښکونکي اؤ مؤثر انداز کښې کولى شي. په کسر کښې د دوؤ قبيلو يا خېلونو په منځ کښې د جنګ جګړې حالات اؤ واقعات بيانولى شي.  په کسر کښې د مقتول صفت اؤ د قاتل نه د بدل د اخستو خبرې کيږي.
په "حيات افغاني" کښې د "شوقِ سرود"  لاندې د "کسر" په باره کښې داسې ليکلي شوي دي چې:  "په "کسر" کښې د تُورې اؤ مړانې، د جنګ جګړې ذکر وي. کوم څوک چې په جنګ کښې بهادري ښکاره کړي د هغۀ صفتونه پکښې کېږي".  په  دغو کسرونو کښې زمونږ د مروتو کسرونه ډېر شهرت لري چې عبدالرحيم مجذوب په کتابي شکل کښې راغونډ کړي دي. "کسر" چې د سندرې يؤ قسم دى په څو قسمونو کښې منقسم شوى دى. ځينې "کسر" صرف يؤ شعر لري چې هم قافيه اؤ هم رديف وي، ځينې يوه مصرعه لري، ځينې د ازاد نظم پشان بې ترتيبه وي خو په رِدهم اؤ ترنم کښې پوره وي، ځينې لکه د هائيکو درې مصرعې لري اؤ په هره مصرعه کښې بېل بېل رنګ وي. "کسر" اګر کۀ زمونږ د فوک موسيقۍ اؤ زمونږ د عوامي شاعرۍ يؤ غوره نوم دى اؤ زمونږ قومي ورثه ده خو افسوس چې زمونږ دا درنه اثاثه  په ورکېدو ده. بلکې متروکه ده. زمونږ دغه قامي ورثه صرف تر سندرغاړو محدوده  پاتې شوې  ده.
زمونږه د دغې قامي ورثې په محفوظ ساتلو کښې د زرڅانګه، خان تحصيل،  شهباز خان وزير، احمد خان، ستاري، حيدري، فضل ربي، بادشاه زرين جان، کشور سلطان اؤ ګلنار بېګم نومونه د ذکر وړ دي. په "کسر" کښې "سانده" اؤ "غاړه" هم يؤ قسم دى اؤ د دغې ساندې اؤ غاړې د وئيلو ټول بوج د زرڅانګې په اوږو پروت دى. په سانده اؤ غاړه وئيلو کښې ډېرو سندرغاړو وس کړى دى خو د زرڅانګې ځاى  ته نۀ دي رسېدلي. يوه زرڅانګه  ده چې د غاړې اؤ د ساندې په وئيلو کښې يوه  بې بدله  سندرغاړې ده.
په "کسرونو" کښې د ګل بادشاه کسر د  زرڅانګې  په اواز کښې ډېر شهرت لري چې دا دى:
بورا مور ئې  ژاړي
ګل بادشاه په چاړو مرينه

د چمني خان کسر د احمدخان په اواز کښې داسې شکل لري:
د خوبه پاڅه چمني خانه
دا ستا ملګري ستا د مرګ بنا تړينه
د بخت منېر او د جرمني کسر ګلنار بېګم په داسې شکل کښې وئيلى دى:
بيا هغه ماښام دى__بولا په تماچو برجونه چا اخستي دينه
وخت ماسپښين دى
بيا هغه ماښام دى___ د بخت منېر د جرمنۍ ټکا راځينه
وخت ماسپښين دى
دا کسر چې د باجوړ د سيمې سره منسوب  دى، يؤ تاريخي پس منظر لري. په "کسر" کښې "بولا" لفظ راغلى دى. اؤ د باجوړ خلک بولا ته کم عقل وائي. ګلناربېګم د دې "کسر" په باره کښې داسې وئيلي دي چې دا کسر هغې ته رشيدعلي دهقان ورکړى دى. اؤ په هغې ئې وئيلى دى. رشيدعلي دهقان د ميرانشاه ايجنسۍ نه تعلق لرۀ. د دې په وجې "بولا" لفظ په ميرانشاه ايجنسۍ کښې هم د کم عقل په معنى استعمالېږي.
د عزيز خون  کسر چې  په اول ځل په ميداني مجلسونو کښې د ستاري اؤ حيدري په اوازونو کښې مشهور شوى دى،  دا "کسر" په ١٨٥٧ء  کښې د يوې تاريخي پېښې سره تعلق لري. اؤ د عوامي ادب يؤ شاهکار کسر چې زمونږ لوک فنکارانو تر دې دمه رارسولى دى. په دې کښې زمونږ د بنو اؤ د وزيرستان د سيمې د دوؤ ګوندونو په منځ کښې د مخالفت، دشمنۍ اؤ د مرګ ژوبلې واقعه بيان شوې ده. د شاعر يا د شاعرې پته ئې نۀ لګي. کسر  داسې دى چې د هائيکو په شکل کښې په دې کښې ټوله واقعه بيان کړى شوې ده. زۀ  ئې صرف  د نمونې په  طور د کسر په سراکتفا کوم:
شو ويشه عزيزه چيګ مۀ څمله
باوري لينده راووخله غيشي وله
په چيلې شى د دشمنې وينه روخيژي

دا کسر شهباز خان وزير په ريډيو کښې په ډېر ښکلي انداز کښې وئيلى دى اؤ زمونږ په سيمه کښې ډېر مقبوليت لري.
زمونږه د پښتو سندره اؤ پښتو موسيقي د دېرشو پنځه دېرشو کلونو راسې مخ په ترقۍ وه خو د نن تن اسانه موسيقارانو د لاسه په ښکته روانه ده. اؤ يا به دا ووئيلى شي چې د نقل مارو موسيقارانو د لاسه تباه شوه. د نن موسيقاران تخليق نۀ شي کولى. په نقل وخت تېرى کوي. دوئ خو د نقل نقل هم سم نۀ شي کولى. تيار خوارۀ دي، د زړو موسيقارانو چې د تن وينې ئې موسيقۍ ته ورکړې دي اؤ د پښتو سندره ئې ژوندۍ ساتلې ده. چېرته يؤ نيم طرز کۀ د چا نوي موسيقار نه جوړ شي نو هغه طرز د هر موسيقار غاړې ته ورسي. په داسې نازک وخت کښې پښتو سندره اؤ پښتو موسيقي په اخري سلګو کښې ده. هيڅ طمع نشته چې څوک نوى موسيقار بيا په پښتو موسيقۍ کښې روح پوک وهي اؤ موسيقي راژوندۍ کړي اؤ سندره بيا خپل عروج ته ورسوي.
زمونږ په زړو موسيقارانو کښې داسې تخليق کار هم شته چې د موسيقۍ د ترتيب کولو نه علاوه سازونه ئې هم ايجاد کړي دي. لکه سرينده چې استاذ پذيرخان ايجاد کړې ده. يا لکه قاضي حبيب الله چې زرتار ايجاد کړى دى. زرنوش چې دروزه ساز ئې ايجاد کړى دى. زړو موسيقارانو داسې داسې طرزونه جوړ کړي دي چې نن هم هغه طرزونه نوي موسيقاران په استعمال کښې راولي خو په خوږلت کښې ئې اوس هم کمى نۀ دى راغلى. لکه د مثال په طور د شېرافګن استاذ دا جوړ کړى شوى طرز چې:
لاړ شه پېښور ته قميص تور ماله راوړه
تازه تازه ګلونه درې خلور ماله راوړه

دا طرز چې تر څو د هوا په څپو خورېږي د موسيقۍ روح به تازه وي اؤ شېرافګن به ژوندى وي، ځکه چې روح نۀ مري. دغه قسم ډېر طرزونه لکه رفيق شينواري، رامدت حسين، قاضي حبيب الله اؤ نور چې د خپلو طرزونو په زور نن هم ژوندي دي اؤ مونږ پرې بلا شک و شبه فخر کولى شو.
په کال ١٩٣٣ء  کښې چې رېډيو پاکستان پېښور خپل بلډنګ ته منتقل شو نو دا وخت په موسيقۍ کښې استاد پذير خان، دولت خان اؤ دلبر راج د رېډيو سره منسلک وو. کله چې زيډ. اى بخاري ډائرېکټر جنرل مقررشو نو اول اول ئې استاد دولت خان، پذير خان اؤ شيرافګن د سندرغاړي په طور ملګري کړل اؤ آل انډيا رېډيو ته ئې ولېږل. د رېډيو په ابتدائي موسيقارانو کښې د نثار قادري، رفيق غزنوي اؤ د پشاوراخان نومونه د ذکر وړ دي.
زمونږ د فوک سندرو په ژوندۍ ساتلو کښې د رېډيو پېښور کردار د ستائنې دى. ډېرې فوک سندرې، تېرهېر اوازونه ئې رابرڅېره کړي دي چې د پښتو د موسيقۍ اؤ فوک  سندرو بې بها اثاثه ده. دا هم ياد لرل پکار دي چې په دې فوک سندرو کښې د لائق زاده لائق ډېر محنت شامل دى. چې په سوونو سندرو ته ئې بيا ژوند ورکړو. دا په پښتو موسيقۍ لوئي احسان دى.
کله چې رېډيو نۀ ؤ اؤ سندرغاړو په ګراموفون  سندرې ريکارډ کولې، د هغه وخت څو نومونه  دا دي:
ميراحمد استاد، چشتي چمن جان، صحبت خان د مرغز، مظفر خان، ارباب دلبرخان اؤ پکهراج وغيره. د رېډيو په ابتدائي سندرغاړو کښې بادشاه زرين جان، قمرو جان، حبيب جان، عبدالله جان، سبزعلي خان، ګوهر بېګم، صبوجان، بلبلۍ، نذير بېګم، سراج بېګم، حسن زري، احمدخان، عبدالله جان، په دويم دور کښې زرڅانګه، خان تحصيل، وزيرجانه، ګلرېز تبسم، فدا حسين، الماس خان، هدايت الله، خيال محمد، کشور سلطان، ګلناربيګم، عقل مينه، مه جبين، شکيله ناز، تمينه ناز، اقبال بانو، فريده خان، نوتيا خان، نيلم، جليل شبم، معشوق سلطان، سلطان بيګم، بينظيره، بهارعلي، معين علي، فرزانه، فضل ربي، نصرالله مروت، شېرعالم، محمددين، سردارعلي بنوڅى، سردارعلي ټکر، ګلزار عالم، پلاورجان، دلفراز نيازي، وږمه، رابعه تبسم، اکبرحسين، دمساز، قندي کوچۍ، شبنم، نازيه اقبال اؤ نور ډېر نومونه چې ماته ياد نۀ دي. 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.