Banner

خواخوږى

19.09.2006 15:34

(لنډه کيسه)

نصر الله ژوند

\"يا هلکه دېخوا راشه.... د نوو حالاتو نه مې خبرکړه چې څه شويدي... اوڅه کېږي.\" چناري ماما اخبار زما په وړاندې کېښودو.
 چناري مامابېخي سبق وئيلى نۀ دى. بې تعليمه دى خو د دنيا د حالاتو نه ځان خبروي. د خبرونو اورېدو شوق يې دومره دى چې هره ورځ تازه اخبار اخلي. او د دوکان په وړاندې چې څوک په تېرېدو وويني نواخـبار ورته د دوکان په شوکيس ويړ کړي. او د دنيا جهان د حالاتو نه ځان خبرکړي. خلک د چناري ماما ددې عادت نه تر پوزې راغلي دي. که څوک راايسار کړي نو هغه هم ورته په ډېره ناښوالۍ يو خبر دوه واوروي او بيا ترې په څه نا څه بهانه پښې سپکې کړي دا ځکه چې چناري ماما ته يواځې خبر اورول نۀ وي. د خبر اورېدو نه وروستو به په اورول شوي خبر د چناري ماما عالمانه، ماهرانه او ښه جوخته جذباتي تبصره هم اورې چې دا د هر چا د وس کار نه دى.
 \"راځه دننه راواوړه په چوکۍ کېنه\" هغه ماته وويل.
 \" نه، نه دلته ولاړ ښه يم.... دفتر ته ځم ناوخته کېږي.... وايه کوم قسم خبرونه درته واوروم\"  ما ورته وويل .
 \" يره داسې وکړه... چې... د لبنان په بابت خبرونه راته واوروه\"
 ما چناري ماما ته  د لبنان په هکله ليکلې شوې غټې غټې سرخۍ واورولې. چناري ماما يو لاس په شوکيس او بل په ټوټه کېښودو.
 \" يره زه دې مسلمانانو باچايانو ته حيران يم چې کوم ځاى کښې هم مسلمانان دي نو امريکې او اسرا‌ئيلو راګېرکړي دي.... دا اوس وګوره کنه لبنان کښې څومره ظلمونه کېږي. خو زمونږ باچايان اډو لاس پښې نۀ خوځوي..... ته ګوره کنه دومره هم نه کوي چې تپوس ترې وکړي. خو دوى به ترې څه تپوس کوي.....!!!  که تپوس يې وکړو نو په سهار له به امريکې د چوکۍ نه راغورځولي وي...... يره ته منې بېګا مې خبرونو کښې چې د لبنان حالات وکتل نو ژړا راغله. ويل مې چې وروالوځم او يو يو اسرائيلى وچيچم .... کورونه ورله لوټې لوټې کړم.... يره که زه باچا وى کنه..... نو چې کوم ځاى کښې هم نومې مسلمان تکليف کښې واى، ځان به مې وررسولو.... خو څه وکړو...... دغه وس خداى راکړى نۀ دى\".
 چناري ماما دا او داسې نورې ګيلې مانې د مسلمانانو حاکمانو او مسلمانانو نه وکړې. د هرې ګيلې او خبرې سره به يې د مخ تاثرات بدلېدل رابدلېدل. په دې دوران کښې يې اسراييلو کښې د ځانمرګي بريد کولو هيله هم څرګنده کړه.
 ما باندې د دفتر ناوخته و او د چناري ماما تبصره ورو ورو اوږدېدله نو په دې لټه کښې شوم چې په څه خبره ئې تبصره ودروم او خپله مخه ونيسم. هغه هم زما په حالت پوه شه نو خبره يې په خپله رالنډه کړه. \"يه هلکه ښه شوه چې راپه ياد شوه. دا اوسنۍ واقعه به سبا اخبار کښې وي. که نه.....؟\"
 \"کومه واقعه؟\" ما په حيرانتيا پوښتنه وکړه.
 \" د خداى بنده ستا د راتلو نه لږه شېبه وړاندې زما د دې دوکان مخې ته يوې رکشې ماشوم ووهلو....\"
 \" ښه څوک و اوحالت ئې څنګه و؟\" ما ترې په بيړه بيړه وپوښتل.
 چناري ماما ښه په سړه سينه ځواب راکړ  \" خداى خبر چې څوک و اوڅنګه به وي.... رکشې واله خو راته وويل راسره کېنه چې اسپتال ته ئې ورسوو خو ځان مې پرې کوڼ کړو، سترګى مې ترې راپټې کړې. ويل مې رکشې واله پوهه شه او ماشوم پوهه شه.... مونږ ځان له د دوکاندارۍ نه نۀ وزګارېږو اوس به لا هغه سره بېل ګرځېدو.....\"


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.