Banner

پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب

19.09.2006 14:45

پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب

روښان يوسفزى
پښتو ژبه کې د ماشومانو د ادب په اهميت اؤ ضرورت باندې د څۀ وئيلو يا ليکلو نه وړاندې بائد چې د پښتو ژبې اؤ کلتور په حقله اول خبره وشي. ځکه چې ژبه د يؤ قام د کلتور په اهمو اؤ بنيادي وسائلو کې هغه د چا خبره چې د بنياد د کاڼي حيثيت لري. اؤ په قول د حمزه بابا چې:
اول خپله ژبه پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نۀ کا
ولې سوال دا راپيدا کېږي چې دغه "بنياد" په اوسنيو معروضي حالاتو کې زمونږ بچي اؤ ماشومان چرته؟ اؤ په کومه طريقه ولټوي اؤ يا ئې د قائمولو کوشش وکړي. ظاهره ده چې په ماشوم کې د خپلې ژبې اؤ کلتور دغه شعور نۀ وي اؤ نۀ هغه ژبه د دغو مقاصدو دپاره زده کوي بلکې دا خو يؤ سماجي ضرورت دي چې له ابتدا نه تر قيامته ورته د نړۍ هر انسان مُوتازه اؤ حاجت مند دي.
د ژبې د زده کړې اؤ پرې د پوهېدلو وړومبي عمل د خپل کوره يعنې د خپل مور اؤ پلار اؤ د خپل خاندان نه شروع کېږي. مور اؤ پلار خپل هر بچي ته د جامو اغوستلو طور طريقې ښائي. تميز اؤ ادب ورته ښائي. اؤ د بې شمېره داسې خبرو تعليم ورکوي چې د هغې مقصد د خپلو ماشومانو کرداري عمل په ښو لارو ګودرونو ورګډول وي. د خپل کور نه علاوه دغه ماشومان خپله هم يؤ بل ته تعليم ورکوي. دغه رنګ د دين عالمان، سياسي مشران، سکول، مدرسه، ريډيو، ټيلي وژن، فلم اؤ کمپيوټر هم ماشومانو ته پخپل خپل انداز تعليم ورکوي. محض په دې غرض چې د ماشوم ذهني نشوونما د خپلې ټولنې اؤ خپل کلتور سره مربوطه اؤ مضبوطه کړي. ځکه نو دغه ټول ياد کړلي شوي څيزونه اؤ ادارې د يؤ ماشوم په کردار اؤ د هغۀ د شخصيت په وده اؤ پرمختيا کې ډېر لوئي لاس لري. لوبې، ډرامه، موسيقي، بهرني فنون، مذهب اؤ کلتور د ماشو په تعليمي عمل کې اهم توکي ګڼلي کېږي. د برطانيې نوموړي جرنېل ډيوک آف ولنګټن وئيلي وو چې د "واټرلو جنګ" مونږ د "ايټن" اؤ "هيرو" د لوبو په ميدان کې ګټلي ؤ. يعنې دا د هغو تربيتي ځايونو برکت ؤ چې داسې باصلاحيته اؤ منظم تربيت يافته ننګيالي ئې قام اؤ ملک ته ورکړي دي.
مونږوال عموماً دا خبره بيا بيا کوو چې ماشومان زمونږ د مستقبل جوړونکي اؤ اوسېدونکي دي. ولې دا هم کتل پکار دي چې زمونږ دغه ماشومان في الحال د خپل ورکوټوالي له مخه د يؤ غير ټولنيز جمعيت برخه ده. ځکه نو دوئ کې د خپل ټولنيز ژوند شعور يعنې د ژبې، ادب، کلتور اؤ دغه رنګ د نورو قدرونو اؤ رواياتو پوهه اؤ علم صرف اؤ صرف د تعليم په ذريعه پيدا کېدلي شي. اؤ لکه څنګ چې په ابتدا کې ورته اشاره شوې ده چې د ماشومانو د ذهني، سماجي اؤ کلتوري نشوونما مقصد دا دي چې هغوئ د خپل ټولنيز ژوند سره مطابقت پيدا کړي. ګويا شخصيت تر ډېره حده د هغه کلتور اؤ ټولنيز ژوند نه متعين کېږي په کوم کلتور اؤ ټولنيز ژوند کې چې د هغۀ نشوونما کېږي. يعنې چې څنګه غر وي هاغسې به ئې ځناور وي. اؤ حقيقت هم  دا دي چې کوم ماشومان په يورپ، امريکه يا نورو مترقي ملکونو کې پيدا کېږي د هغوئ ذهني، سماجي، سياسي اؤ کلتوري نشوونما به د وروستو پاتې ملکونو د ماشومانو نه بېخي جدا اؤ غوره وي. مونږ چې خپلو ماشومانو ته پخپل کور، خپل سکول، مدرسه اؤ خپل ماحول کې کوم تعليم اؤ پوهه ورکوو د هغوئ کرداري عمل اؤ شخصيت به هم هاغسې جوړېږي.
د ماشوم د ټولنيز ژوند اغاز د خپل کور نه کېږي کوم چې بيا ورو ور وسعت مومي اؤ باهر ته اوځي. ځکه نو د ماشوم ابتدائي عمر د هغۀ د راتلونکي ژوند اؤ د هغۀ د کردار اؤ شخصيت په تعين کې ډېر لوئي اهميت لري.
شايد دا دومره اوږدې اؤ لږې خشکې خبرې په ډېرو لوستونکيو بار پرېوتې وي ولې فکر کوم چې پښتو ژبه کې د ماشومانو د ادب د اهميت اؤ ضرورت دپاره هم دغه د پوهېدلو خبرې دي خو په شرط د دې کۀ څوک پرې ځان پوهه کول غواړي. ځکه چې له هر څۀ اول دې مونږ نن د خپلو کورونو، د خپلو سکولونو، مدرسو، کالجونو اؤ د خپل نور ګېرچاپېر ماحول اؤ د ابلاغي اؤ نشرياتي ادارو جائزه واخلو چې پکې پښتو څومره اؤ څنګه ده؟ مونږ خپلو ماشومانو ته د خپلې ژبې کوم ادب وښايو. کومې قيصې اؤ سندرې ورته وريادې کړو. ولې نن زمونږ په کورنو کې ټيلي وژن، ډش، کېبل، کمپيوټر نشته؟ سي ډي کلچر زمونږ کورونو ته نۀ دي راننوتي؟. اؤ کۀ مونږ د خپلې ژبې سره د خپل محبت اؤ عقيدت له وجې خپلو ماشومانو ته په کور کې د خپلې ژبې لږ ډېر ادب د ښودلو کوشش هم کوو ولې دغه ماشوم بيا د کور نه باهر سکول مدرسې ته هم ځي. دغه ماشوم اخبار اؤ رساله هم ګوري. په کمپيوټر اؤ ټيلي وژن کې نور مختلف پروګرامونه هم ويني ګوري. ويډيو ګيمونه هم کوي. اؤ بيا د دې هر څۀ باوجود مور اؤ پلار سره د دې خبرې فکر اؤ احساس هم ملګري وي چې په تشه پښتو ژبه اؤ ادب باندې زمونږ بچي ته هيڅ څۀ روزګار اؤ نوکري نۀ شي مېلاوېدي. ځکه نو بنيادي خبره دا ده چې تر څو پښتو ژبه نۀ وي ګټلي شوې، تر څو دا ژبه د تعليم، تجارت اؤ د روزګار ژبه نۀ وي ګرځولي شوې، د ماشومانو ادب خو پرېږدئ چې دا د لويو سړيو ادب به هم دغسې د دوکانونو اؤ کورونو په الماريو کې د وَيْنو خوراک شي.
پښتو کې کۀ څوک لکه د ډاکټر ديدار يوسفزي غوندې صرف د ماشومانو دپاره د هغوئ د مزاج اؤ ذهني سطحې سره سم د شاعرۍ کتاب چاپ کړي ولې تپوس کوم چې د ښاغلي ډاکټر ديدار يوسفزي دغه کتاب به څومره پښتنو خپلو بچو ته اخستي وي. د پښتونخوا په کوم سکول اؤ کالج کې دغه کتاب موجود دي؟. زمونږ د تعليم په نصاب کې د دغه کتاب نه څومره استفاده شوې ده؟. د پښتو اکيډمۍ د نورو کتابونو سربېره د پروفيسر محمد نواز طائر کتاب " په پښتو کې د ماشومانو سندرې اؤ صوتونه " څومره مفيده پښتنو لوستي اؤ خپلو بچو ته ئې اورولي يا ورکړي دي؟. نن زمونږ په سېنماګانو کې زمونږ ماشومان څۀ ګوري؟ اؤ څۀ چې ګوري د هغې باره کې به هغوئ څۀ سوچ کوي اؤ د هغې نه څنګه متاثره کېږي؟. رقص، لباس، د اداکارانو چې کوم نقل زمونږ ماشومان کوي، د هغوئ غوندې اداګانې، د ويښتو سټائل، د هغوئ د خبرو اترو انداز، تر دې چې په خپلو لوبو کې چې کوم پاټونه اؤ مناظر پېش کوي هغه د پښتو ژبې، ادب اؤ پښتني کلتور سره څۀ اړيکې لري؟. افلاطون خو وئيلي دي چې هر ماشوم ته ابتدائي تعليم په غنائي انداز اؤ پيرائيه کې ورکول پکار دي يعنې د نظم په شکل کې. ځکه خو نن هم مونږوالو ته د پرائمرۍ د زمانې ډېر نظمونه ياد دي. ولې اوس د انګلش ماډل سکولونو تعليمي نصاب اؤ تربيت هر چاته ښه معلومه خبره ده. دغه رنګ د هر اولس اؤ د هرې ټولنې خپل مخصوص مثالي انسانان اؤ کلتوري تاريخي اتلان وي کوم چې د ماشومانو اؤ ځلميو دپاره د تقليد نمونې وي. ولې مونږ خپل دغه مثالي انسانان اؤ د تقليد دغه نمونې خپلو بچو اؤ ماشومانو ته د سکول اؤ کالج په کوم يؤ نصاب اؤ کتاب کې اوښايو چې دوئ ورسره اشنا کړو؟.
ځکه نو چې تر څو دا موجوده کلتور نۀ وي بدل شوي زمونږ تعليم اؤ ژبه به همدغه رنګ وي. د شخصيت تشکيل اؤ تعمير د خپل کلتور مطابق کېږي. اؤ نن زمونږ د ټولنې اؤ اولس کلتور دا دي چې مونږ ئې د خپلې ژبې، ادب اؤ د خپلو نورو پښتني قدرونو نه مړه خوا کړي اؤ بدزړۀ کړي يُو. نن خو هغه زمانه هم نۀ ده اؤ نۀ چا سره دومره وخت شته چې خپلو ماشومانو ته د پيريانو، دېوانو اؤ ښاپيرو قيصې ووايي ځکه چې هر کور کې اوس بجلي موجوده ده، ټيلي وژن موجود دي. دغه رنګ پښتنو ماشومانو ته خپله ژبه کې نۀ اخبار شته اؤ نۀ څۀ مجله. هغوئ کۀ ګوري نو هره هفته د اردو ژبې د اخبارونو (بچون کا صفحه) ګوري. د نورو ژبو ماشومانو ته نن هم تفريحي ادب ليکلي اؤ چاپ کولي شي. انګرېزۍ ژبه کې د رنګينو تصويرونو په ژبه مختلفې قيصې څۀ ته چې "کامکس" وئيلي شي، چاپ کېږي. څۀ وخت وړاندې د کراچې څو مشهورو اخبارونو (شايد چې اوس هم) به هم د ټارزن اؤ دغه رنګ نورې ډېرې قيصې د رنګينو تصويرونو په ذريعه هره ورځ ماشومانو دپاره شائع کولې. ولې مونږ اخر په کومو سترګو اؤ کومه خُلۀ دا خبره کوو چې پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب پکار دي. صرف په لفظ پکار دي کار نۀ کېږي بلکې دې دپاره به عملي کار پکار وي اؤ هغه دا چې پښتو ژبه به په سياسي اؤ عملي انداز کې ګټل پکار وي. اؤ په قول د سيف الرحمان سيلم صيب چې:
ژبه کۀ غواړې اول خُلۀ پيدا کړه
ژبه عبث ده چې دې خُلۀ نشته دي
ولې ژبه هم تشه په نعرو سُورو نۀ شي ګټلي کېدي تر څو چې مونږ خپله ژبه د جديدو علومو، ايجاداتو، تجربو اؤ انکشافاتو په کالو نۀ وي ښائسته کړې. اؤ بيا نن خو د عالمګيريت (ګلوبلائزېشن) ارتقائي عمل يؤ داسې ښکاره حقيقت دي چې هيڅوک ترې انکار نۀ شي کولي. ځکه نو د موجوده روان عالمګيريت صرف په نوم اؤ لېبل نۀ بلکې د دې په ماهيت اؤ راتلونکيو سياسي، مادي اؤ کلتوري اثراتو باندې مونږ ته ځان پوهه کول پکار دي. ځکه چې د پرانستې منډهئ (مارکېټ) په نوم اؤ بنياد چې کوم بدلون روان دي هغه صرف انساني لالچ اؤ حرص سېوا کوي، مصنوعي ضرورتونه سېوا کوي. ورسره د ژبې بدلون هم د فکر وړ دي. ځکه چې د انټرنېټ، موبائل اؤ دغه رنګ د ټېکنالوجۍ ژبه هم زمونږ نۀ ده. عالمګيريت د نويو مشيني الاتو په زور وړاندې روان دي. ټوله نړۍ په يؤ عالمګيريت کې بدلېږي. ولې زمونږ فکر، عمل، عادتونه، رويې هغسې پخوانۍ دي. ځکه د عالمګيريت د نويو تقاضو اؤ زمونږ د طرز عمل په زړو خويونو کې يؤ تضاد اؤ جنګ روان دي. ولې دا يؤ حقيقت دي چې کۀ يؤ قوم ته هر څومره وياړ اؤ فخر حاصل وي، په شعروادب کې ډېر قادر ا لکلام وي ولې په جديد علم اؤ ټېکنالوجۍ کې وروسته پاتې وي نو د يؤ ترقي يافته کلتور د يؤ معمولي ګوزار مقابله اؤ جواب نۀ شي ورکولي.
روان جنګ اؤ مقابله دا ده چې هر ملک اؤ قوم په عالمي مارکېټ کې خپله پېژندګلو اؤ خپله برخه ثابته کړي. اؤ د دغې پېژندګلو اؤ برخې دپاره لګيا دي خپله خپله ژبه اؤ کلتور په نويو علمي اؤ سائنسي بنيادونو د بدلولو هڅې کوي. بائد چې مونږوال هم په دې خبره غور اؤ فکر وکړو چې په ننني عالمي تهذيب، سياست اؤ کلتور کې زمونږ کار، کردار اؤ برخه څومره ده؟.
څو دې توان رسي په لوئي درياب کې ګرځه
په وياله کې دې زوال وينم نهنګه
(خوشحال بابا)


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.