Banner

د طنز کــــــــره کتنـــــې غونډه جوړه شــوه

14.10.2006 15:27


د لومړي ځل له پاره په هېواد کې د طنز په اړه د کره کتنې غونډه د يکشنبې په ماښام کابل کې دګڼ شمېر طنزليکونکو، ليکوالواو شاعرانو په ګډون جوړه شوه .په دغه ادبي غونډه کې د هېواد د وتلي طنز ليکونکي ښاغلي احسان الله (سلام) طنزي ټولګه؛ فرداجلسه داريم، وارزول شوه .
د غونډې په پيل کې ليکوال ښاغلي اعظم رهنورد(زرياب) د ټولنې په سمون کې د طنز ونډه ارزښتمنه وبلله. دغه راز، ده د لرغونو شاعرانو او ليکوالو لکه:سعدي ، حافظ، مولوي او نورو په شعرونوکې د طنز مخينې يا سابقې ته په نغوتې سره وويل: هغوی د ټولنې پر ناخوالو د شعر په خوږه ژبه نيوکې کړې دي .
همدا ډول، په دې غونډه کې ليکوال ښاغلي حبيب الله (رفیع ) وويل: په پښتوادبياتوکې د طنزمخينه شاوخوا دولس نيم سوه کاله وړاندې ته رسېږي . لومړنی پښتوطنزي شعر په درېمه پېړۍ کې ابومحمدهاشم سارواني له عربي څخه پښتوته راوژباړه.
په غونډه کې يو شمېر ليکوالو او شاعرانو د طنز په څرنګوالي او په ټولنه کې د هغه د اغېزپه اړه خبرې وکړې .
د غونډې ګډون والود ښاغلي احسان الله (سلام) د فرداجلسه داريم طنزي ټولګه په اوسنيو ادبياتو کې ارزښتمنه وبلله .
د غونډې په پای کې څو طنزونه د طنز په ژبه وړاندې شول چې د غونډې ګډون والو د پام وړ وګرځېدل .
دغه غونډه، د قلم ټولنې ، صبح به خيرافغانستان خپرونې ، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې او زنبيل غم په نوښت په طلايي رستورانت کې جوړه شوې وه .

http://www.wranga.com


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.