Banner

لنډې خو ريښتونې قيصې!

30.01.2009 10:48

سليم راز

عبدالهادي حېران زمونږ د موجوده دور د ليکوالو د نوي کُول يو ډېر بېدار، باشعور او ذهين نماينده دى – چې شاعري هم کوي، قيصې هم ليکي او تنقيدى بحثونو کې هم برخه اخلي. مطالعه د کتاب او ژوند يو شانې کوي. د مشاهدې نظر يې تېز دى. او تجربه يې په هر دم او هر قدم کې مخکې وروستو کېږي. هم دغه مطالعه، مشاهده او تجربه يې په شعوري توګه د تخليقي عمل حصه ګرځي او تخليقي تجربه ثابتېږي، چې د هغۀ جمالياتي حِس او حسياتي جماليات پکې غزونې او سرغړنې کوي او د ادب په حقله د هغۀ د خپلې کړې مفکورې ترجماني او نمايندګي کوي، څۀ چې د ژوند او فن د جدلياتي رشتې په بنياد د ژوند په باره کې د هغۀ د تصوراتو او د يو فنکار په توګه د هغۀ د منصب او ذمه واريو تعين او ښودنه کوي. ځکه هر ليک او تخليق يې د فني ښکلا سره سره د حسياتي تجربې، عصري شعور او فکري ديانت ايينه او نمونه وي چې د هغۀ د تخيل د تازګۍ او شوخۍ په مېنځ مېنځ کې د خپل عصر او ماحول د ترخو حقيقتونو عکس او غږ هم ډېر روڼ او واضح وي، څۀ چې هغه د حقيقت نګارۍ، بلکې د تنقيدي حقيقت نګارۍ، د اسلوب قلمکار او ترقي پسند فنکار ثابتوي او د سماجي بدلون د خوبونو د تعبير او تعمير دپاره د هغۀ د مشتعل حِسياتو او شعوري هڅو د اتحاد او يقين صورتګري د لوستونکيو په ذهن کې د تبديلۍ او نوي تعمير جذبه، ولوله او حوصله پېدا کوي.

"تنده مې ماته شوه" د عبدالهادي حېران د لنډو قيصو مجموعه ده چې زما د معروضاتو تاييد او تصديق کوي.

په دې مجموعه کې ټولې ټالې لس افسانې شاملې دي چې دوه پکې د نورو ژبو نه ترجمه او يوه پکې د کتاب د مصنف د خپل يو ناول د يو باب نه اخيستى شوې قيصه ده. خو دا درېواړه افسانې هم د افسانه نګار د تخليقي حِس او سماجي شعور څرګندونه کوي. "تور پرتوګ" د اردو د بېن الاقوامي شهرت حامل افسانه نګار سعادت حسن منټو (چې د فحش نګارۍ په الزام پرې ډېرې مقدمې چلېدلې دي) د "کالي شلوار" ترجمه ده. "بايللې مينه" مصنف په يو انګرېزي وېب سايټ کتلې قيصه پښتو ته راړولې ده. او "د سلو روپو لوټ" د مصنف د خپل يو ناول وړومبى باب دى، چې پخپله ځان له د يوې قيصې او افسانې خواږۀ او فني خصوصيات لري.

باقي پاتې اوه افسانې: "تنده مې ماته شوه"، "د مړي وادۀ"، "لعنت"، "حال دادى"، "سپينه پاڼه"، "وجه" او "مجبور" وغېره طبعزاد افسانې دي.

دا ټولې افسانې د پلاټ (Plot)، موضوع، قيصې، تهيم (Theme)، تلوسې (Suspense) او استعمال (Treatment) په لحاظ په خپل خپل ځاى روغې او راغونډې دي. لږ پرې صحافتي رنګ غالب ځکه ښکاري چې د واقعاتو د رپورټنګ (Reporting) د تيکنيک (Technique) نه پکې کار اخيستى شوى دى – چرته واقعې نه قيصه راوځي او چرته په قيصه کې واقعې مخې ته راځي. ولې که وکتى شي نو د ژوند هره واقعه په ځان کې يوه قيصه وي او هره قيصه په واقعاتو اډاڼه وي. هم دغه د ژوند واقعات وي چې يو ځاى شي نو قيصه ترې جوړه شي. او هم دغه قيصې وي چې د مختلفو واقعو د اجتماع نه ظهور مومي.

هسې هم د حېران په افسانو کې د قيصې او واقعې په خپلو کې څه تضاد نشته او نۀ د دواړو ترمېنځه څۀ فني ټکر شته. بلکې دواړه يو بل ته قوت او حرکت ورکوي؛ دواړه په يو بل انحصار لري؛ او يو بل سره په اتحاد کې پلاټ او موضوع ته حسن او صداقت بخښي چې د ريښتينو قيصو ګومان پرې کېږي. نو ځکه د افسانه نګار دا رنګ او اهنګ د خپل اسلوب ترمخه څۀ غېر ارادي يا غېر فني نۀ دى. او نۀ په افسانه کې د قيصې په نيشتوالي دلالت کوي. دا ټولې افسانې په خپل خپل ځاى، په خپل خپل رنګ او تيکنيک کې افسانې دي، چې قيصې هم لري او د قيصو خواږۀ هم. بلکې د لوستونکيو په ذهنونو کې نورې نوې نوې قيصې هم پېدا کوي. او زما په خيال دا د يو ښۀ افسانه نګار د فکري صداقت او فني ښکلا ثبوت دى.

په مجموعي توګه دا ټولې افسانې د ژوند، ماحول او عصر مختلف عکسونه لري، چې د ژوند ترجماني او عکاسي هم کوي خو په ژوند تنقيد هم لري، چې د افسانه نګار د فني کمال او تنقيدي شعور څرګندونه هم کوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.