Banner

ليکوالانو ته د غواګانو په روزنيز ورکشاپ کې د ګډون بلنه

20.02.2009 03:56

کابل ته د خپل لومړني تګ پر مهال مې تر ټولو غټ ارمان دا و چې په کومه ادبي غونډه کې ګډون وکړم څو په ګران وطن کې د ادبي هلو ځلو د بهير څخه خبر شم او د خپلو ادبي ملګرو سره هم ووينم. له بده مرغه، په کابل کې د اوسېدو پر مهال د افغان ادبي بهير لومړنۍ غونډه په داسې وخت کې راغله چې ډېره زياته واوره ورېدله او کومو ملګرو ته چې مې د ځاى د معلومولو لپاره زنګ وهلو د هغوى تليفونونو ځواب نه کاوه نو په دغه غونډه کې مې ګډون ونکړاى شو. بله غونډه، چې د ١٣٨٧ لمريز کال د کب په ٢مه نېټه د جمعې په ورځ راتله د رشاد کره کتنې هغه ناسته وه چې د ښاغلي علم ګل سحر په لنډه کيسه بحث کولو ته ځانګړې شوې وه. د دغې غونډې په ورځ زه له کندوزه راستون شوى وم او په ټاکلي وخت، يانې دوه نيمې بجې، مې د خپل يو خوږ ملګري محمد علي، چې د پژواک خبري اژانس په انګليسي څانګه کې کار کوي، سره ځان د يار موسسې ودانۍ ته ورساوه.

تالار ته زمونږ له ورننوتو څو دقيقې وروسته غونډه د اجنډې په اعلانولو سره پېل شوه چې پکې په لنډه کيسه کره کتنه او مشاعره شامل وو. ښاغلي علم ګل سحر خپله کيسه واوروله او بيا يو څو ځوانانو په دغې کيسه د نورو ليکوالو ليکنې ولوستلې. مګر مونږ هغه وخت هک پک پاتې شو چې د کره کتنې د بحث بېخي په مېنځ کې د دريځ څخه اعلان وشو چې يو پروفېسور صېب راغلى دى او غونډې ته به په دې موضوع ليکچر ورکوي چې هر تن بايد څرنګه رهبر جوړ شي.

د اعلان سره سم يو تن چې پاکستانى معلومېده او د انګليسي خبرو په مېنځ مېنځ کې يې اردو هم ويله دريځ ته وغوښتل شو او خپل ليکچر يې پېل کړ چې بېخي عامې او زړې خبرې وې او دپاسه پرې لا دا چې دغه خبرې يو بل تن په پښتو ژباړلې هم. زه له تېرو لسو کالو راهيسې په پرله پسې توګه په ادبي غونډو کې ګډون کوم او ډېرې نادودې مې ليدلې دي خو دا مې هيچرې نه دي اورېدلي چې لومړى دې د ټاکل شوې اجنډې دپاسه، او د کره کتنې د غونډې په مېنځ کې، په بله موضوع خبرې وکړاى شي او بيا دې د ادبي غونډې او دريځ څخه ليکوالانو ته په داسې موضوعاتو ليکچرې ورکړاى شي چې د هغوى لپاره بېخي عام ارزښت هم نلري.

او که يوه خبره ډېر ارزښت لري هم نو د هرې خبرې خپل ځاى او خپل وخت وي. که په ادبي غونډو کې دغه ډول ليکچرې ورکول پېل شي نو سبا له به په هره ادبي غونډه کې يو پروفېسور صېب راځي او په دې به ليکچر ورکوي چې يو سړى بايد څرنګه قوماندان جوړ شي؛ چې پټي بايد څرنګه وکرل شي؛ چې غواګانې بايد څرنګه وروزل شي؛ چې ماشينونه بايد څرنګه جوړ کړاى شي؛ چې موټر بايد څرنګه وچلول شي؛ چې انجڼ بايد څرنګه ښه وساتل شي؛ او داسې نور.

بيا ښاغلي پروفېسر هم په خپلو تر يو نيم ساعت زياتو خبرو کې خلک په هماغو زړو او سولېدلو خبرو، چې افغانان ډېر باتور او مړني خلک دي، دې ته وهڅول چې هر تن بايد د رهبر جوړېدو هڅه وکړي. په داسې حال کې چې افغانان تر هر چا زيات د يو بل سره محبت، د يو بل خدمت، د يو بل سره ورورولۍ او يو بل سره د ملګرتيا لپاره هڅولو ته اړتيا لري. همدا سوچ خو زمونږ د تېرو څو لسيزو بلکې پېړيو د تباهۍ او بربادۍ لامل دى چې هر څوک ځان رهبر او لارښود ګڼي او بل ته غاړه نه ږدي. هر سړى وايي چې يم نو بس خو زه يم، زما خبره دې ټول ومني او زه د بل هيچا نه منم. د هر چا نه چې پوښتنه وکړې غواړي چې ولسمشر جوړ شي، بلکې پخپله وايي چې که زه ولسمشر شوم نو دا به وکړم او هغه به وکړم. د هر چا په خېټه کې يو رهبر ناست دى، خو د هيچا په مزغو کې دا خبره نشته چې د خپل وطن، د خپل قام، د خپلو وروڼو او د ټول بشر لپاره څرنګه خدمت وکړي او څرنګه ځان دې ته چمتو کړي چې د خپل نظر په نورو د منلو په ځاى د نورو خبره واوري او غور پرې وکړي. نو ځکه زه وايم چې افغانان بايد رهبران جوړېدو ته نه بلکې خدمتګاران جوړېدو ته وهڅول شي.

د رشاد کره کتنې په دې غونډه کې ګډون زما په ټول ادبي عمر کې له تر ټولو بدو خاطرو څخه يوه وه چې د کابل د ادبي هلو ځلو په اړه زما تصوراتي انځور يې دړې وړې کړ او د هغې يو لامل دا هم و چې غونډه ماشومانو نه وه جوړه کړې بلکې څو تنه نوموتي استادان هم پکې ناست وو. زما زړه په دې خبره خفه شو چې کوم پروفېسور صېب د ډيل کارنيګي د يو کتاب څخه زده کړي څو پراګرافونه په زور ياده کړې انګليسي کې د کابل دې ښاغليو ليکوالانو او شاعرانو ته ويل او دوى ورته څومره په توجو ناست وو او داد يې ورکاوه، او خپله ادبي غونډه يې د دغه مسخره ليکچر څخه څومره په مينه ځار کړه، په دې به هغو خلکو وروسته خپل دفتر ته د تللو پر مهال يو بل ته خامخا په خندا خندا ويلي وي چې "مړه دا د کابل ليکوالان او پوهان دي!"

زه په دې باور لرم چې که دغه خلکو په راتلونکي کې چيرته د غواګانو د ساتلو يا د مېښو د څرولو روزنيز ورکشاپ جوړولو نو ادبي غونډو ته به يې هم خامخا بلنې لېږي. کاشکې هلته ناست ليکوالان په دې پوهېدلي واى چې د ادب او پوهې په نامه هر لومړنى کار د يو چا لپاره وروسته يو رجحان هم جوړېداى شي. او ادبي غونډې په ځانګړې توګه د تاريخ برخې جوړېږي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.