Banner

زما خېبرى واده (ناول)

14.06.2009 15:36

د يو پښتون قبايلي سردار ځوي سره د يوې انګرېزې د واده په زړه پورې او ريښتونې کيسه

(د کيسې انګليسي نوم: My Khyber Marriage)

ليکواله: موراګ موراى عبدالله

ژباړن: عبدالهادي حېران


لومړنى څپرکى

 

د غرني سردار ځوي

 

کال ١٩١٦ ميلادي و. جنګ ښه په درز کې روان و[1]. اورګاډي له عسکرو ډک ډک روانېدل. د ايډنبرگ (سکاټ لېنډ) کوڅې له ټپيانو ډکې وې. هر چا د جنګ لپاره يو څه جوړول، يا کول. تر دغه مهاله ما خپل وخت په رسامۍ تېراوه، خو په دې لټون وم چې دا د يواځې والي کار پرېږدم او له خلکو سره تگ راتگ پېل کړم چې په فرانسه کې د وژل شوي ورور غم مې لږ کم شي. يوې ملگرې مشوره راکړه چې په ټپونو د لګېدونکو پټيو او يا د بېرغونو د جوړولو په محکمه کې دې داوطلبانه کار وکړم. ما دغه دويم کار غوره کړ او ښه زيار مې وويست چې د پېرودونکو لپاره ډېر بېرغونه او بکسې تيارې کړم، او بيا مې په خپله هم بېرغونه  او پيکسې تيارې کړم، او پيد سهار له پنځه نيمو څخه د ماښام تر شپږو بجو خرڅول.

دا د همدغو بېرغونو خرڅولو د ورځو څخه يوه ورځ وه چې د محکمې يوې مسوولې ښځې په پوهنتون کې کېدونکې يوه غونډه کې د ګډون بلنه راکړه. ټول داوطلبانه بېرغ خرڅوونکي هلته تلل. زما پلار په دې اړه خپل نظر څرګند کړ او اندېښنه يې وښوده چې د "مستو محصلانو" سره مې ليدل ښه نه دي. خو په پاى کې زه په خپل سوال او زارۍ کې بريالۍ شوم، او هغه په دې شرط د تللو اجازه راکړه چې کور ته په ستنېدو کې به له لسو بجو زيات نه ناوخته کوم. د دې مطلب دا و چې زه به هلته يواځې دوه ساعته تېروم، خو څرنګه چې زه داسې کمو غونډو ته تللې وم، نو ډېره ورته خوشحاله وم.

بالاخر هغه ورځ راغله. په دغه ورځ ما خپل ټول وزګار وخت اغوستلو لپاره د ګلابي رنګ جامو، پښو کولو لپاره د ګلابي رنګ چپلو، او په ويښتو کې د ايښودلو لپاره د ګلابي رنګ ګلونو په غوره کولو تېر کړى و. چې زه (پوهنتون ته) ورسېدم نو پروفېسورانو ستړي مشي ويله. ما په دومره زياتو محصلانو کې ځان ورک احساس کړ او ومې ويل کاشکې چې نه واى راغلې. هغه ښځه چې زه يې رابللې وم ما سره د خبرو لپاره راغله، زه يې د يوې انجونې زده کوونکې سره معرفي کړم، او بيا يې مونږ دواړه پرېښودلو. هلته د هر قام خلک وو - لکه واړه واړه المانيان، غټ غټ افريقايان، نرم خويه هندوستانيان، او بې شمېره انجونې. ما هغوى ټول په راتلو ليدل. دې ما له خوند راکاوه چې ځينې ځينې به پکې وارخطا وو، او دې سره ما خپل ځان لږ نور هم ارام احساساوه. غټه خونه کرار کرار ډکېدله او مېلمانه د دېوالونو څنګ ته رسېدل. ناڅاپه يو ختيځوال محصل په دروازه کې راښکاره شو. د هغه راښکاره کېدل له نورو بل شان وو. زما پرې فکر ونه رسېد چې دا به د کوم قام وي نو راسره د ولاړې پېغلې نه مې پوښتنه وکړه. هغې وويل:

"وئ، دا خو سيد عبدالله دى. زما په ګومان دا د هندوستاني سرحد[2] د کوم سردار ځوي دى. دا ډېر چالاکه دى. ايا غواړې چې ورسره معرفي شې؟ زه يې ډېر ښه پېژنم."

ليدل او پېژندل مختلف شيان دي، خو ما بيا هم په وارخطايۍ سره وويل: "نه، اوس نه." خو د سردار ځوي چې په کوټه کې چيرته چيرته تللو زما سترګې ورپسې تللې. هغه نېغ روان و او د يو ښکلي خيالي عرب ځوان په ډول ښکارېده. هغه د قد نه اوږد، څېره يې چالاکه، د لږ څه قاتلې هوا سره ښکارېده، خو د دې ګومان پرې بيا هم نه کېده. ما ليدل چې دغه هر څه يې طبعي وو. هغه سرکښ خو بې پروا ښکارېده، او ما بل هيچا ته نشو کتلاى. زما لپاره هغه د سټيج مرکزي اداکار و. ما فکر کاوه چې څومره په خوشحالۍ هغه هلته ښځو ته سلام کوي. زما بخت ولې دومره نه و چې د هغو ښځو سره په هغه کونج کې نه وم؟ خو زه بيا په دې خوشحاله وم چې په يو داسې ځاى کې نيمه پټه ولاړه وم چې هغه مې ښه ليدلى شو. هغه به په خونه ګېرچاپېر داسې فاتحانه نظر اچاوه لکه په جنګ کې نيولو پوځونو ته چې ګوري، په نظر کې يې کوم تکبر نه و. دغه نظر په ځانګړي ډول د چا لپاره هم نه و.

اوس هغه زمونږ په لور راروان و. "هغه دى راغى!" ما په خوشحالۍ سره په داسې حال کې خپلې ملګرې ته وويل چې په يو دوه کې وم. اوبه له ورخه تېرې وې چې ما په غوږ کې ورته وويل، "غږ ورته مه کوه"؛ هغې ورسره خبرې هم پېل کړې وې او هغه يې په مخکې په هماغه نااشنا طريقه ټيټ شو. هغوى دواړه اوس زما څنګ ته وو، خو زه د ځينو مېلمنو شاته پټه شوم ان تر دې چې هغې جينۍ راښکلم.

"زما د ملګري محصل سيد عبدالله سره ووينه. دا موراګ موراى ده." هغه اوس ما ته ټيټ شو، او زه، چې مخ مې په کوټه کې د هغه يواځيني تن په لور و چې مې ورسره ليده غوښتل، ناڅاپي دومره حيا واخيستم چې ورته کتلى مې نه شول او په زړه کې مې وويل چې کشکې ځمکه مې لاندې راکاږي. هغې پېغلې مونږ يواځې پرېښودو، او زما دې نوي ملګري زما نه وپوښتل چې ايا چاى راله راوړي.

ما داسې احساسوله چې دا هر څه ښايي يو خوب وي -- دا احتمال چې ماته د پوهنتون په يوه غونډه کې د ګډون اجازه راکړاى شوه، او اوس مې د يو داسې شاه ځلمي انتظار کاوه! سيد عبدالله بېرته د يوه پياله چاى او يو څه چاکليټي کېک سره راغى. ما زړه غټ کړ، مننه مې يې وکړه، او ترې ومې پوښتل چې د ځان لپاره يې ولې چاى رانه وړو.

"مونږ په خپلو غرونو کې يواځې شين چاى څکو او دا تور چاى نه څکو. برسېره پر دې، مونږ د  تورې خلک يو او د دې خوږې ډوډۍ غم نه کوو."

څومره شاندار غږېده! "د غرونو خلک"، دا د هغه جمله وه. نو بيا زه به هم ورسره د هغو غرونو خبرې کوم چې زما خوښ وو؛ هغه به پرې پوه شي. نو بيا مونږ د هغه او زمونږ د غرونو په اړه خبرې وکړې، تر دې چې ناڅاپه، راته راياد شو چې لس نيمې بجې دي. ما د خپل پلار سره ژمنه کړې وه چې لس بجې به په کور يم، او په دې لومړي ځل چې له کوره راووتم نو خپله ژمنه مې ماته کړه!

زه ډار واخيستم. د ساه په راکښلو سره مې وويل، "اوه، زه بايد اوس په کور کې واى. زما پلار به په غوصه وي. زه بايد څه وکړم؟ اوس لس نيمې بجې دي او زما تر کوره يو څه واټن دى."

"ستا کور چيرته دى؟" هغه پوښتنه وکړه.

ما په داسې حال کې ورته د کور ادرس ورکړ چې ژړا راغلې وه.

"نو زه کولاى شم چې تا او ستا ملګرې په خپل موټر کې کور ته ورسوم."

ما خپله ملګرې هيچرې ونه ليدله او پروا مې يې هم نه کوله. په هر حال، په څو دقيقو کې زه او سيد عبدالله د هغه په موټر کې ناست وو چې زما د کور په لور روان و. زما ذهن د داسې يو شاه ځلمي سره يواځې په موټر کې د کېناستو د خوښۍ او د خپل پلار نه د دې وېرې ترمنځ شلېدلى و چې کور ته مې دومره ناوخته د يو نامعلوم ځوان سره وويني.

کور ته په رسېدو زه د موټر نه په بيړه ښکته شومه او ملګرى مې هم په څنګ کې ښکته شو. له دې ډاره چې هسې نه پلار مې وويني، په بيړه مې ورته وويل: "مننه او شپه دې په خېر!"

"شپه دې په خېر. هيله لرم چې تا سره د بيا ليدو خوښي به راکړې" سيد عبدالله په داسې حال کې ځواب راکړ چې زما لاس يې ښکلاوه. زما خيال دى چې د کوڅې رڼاګانې هم په دې پوهېدلې وې چې زمونږ له يو بله جلا کېدو ته زړه نه کېده.

"زما پلار به ماته د بيا ليدو اجازه رانکړي" ما ورته په ناهيلۍ وويل او تر دروازې مې منډه کړه. ما چې دروازه خلاصوله نو يو ځل بيا مې د خپل ملګري په لور وکاته، چې تراوسه پورې په لاره کې ولاړ و. ما په بيړه دروازه بنده کړه او د خوب تر وخته مې ذهن ته نور هيڅ نه راتله بې له دې چې په کومه طريقه سيد عبدالله ماته کاته، خبرې يې راسره کولې، او خبرې يې راله اورېدلې.

سبا سهار زه ناوخته راپاڅېدم او يو خط مې انتظار کاوه. خط داسې و:

 

"موراګ، لطفاً نن ماځيګر څلور بجې راسره په مکي رستورانت کې د چاى څښلو خوښي راوبخښه." سيد عبدالله.  ما په بيړه دروازه پلاره کې ولاړ و.  به لورړه نکل په دې په خېرلور روان و. ځمکه مې لاندې راکاږئد خو

 

زه د خپل شاه ځلمي د بيا ليدلو په سوچ دومره خوشحاله شوم چې ورځ راباندې نه تېرېدله. مور او پلار ته مې وويل چې زه د فاميل د يو دوست سره چاى څښلو له ځم او سره د دې چې د چاى څښلو ځاى د څو دقيقو په واټن کې و، زه د ټاکلي وخت نه يو ساعت مخکې لدې وېرې له کوره ووتم چې هسې په وررسېدو کې راباندې ناوخته شي.

درې نيمې بجې سيد عبدالله راورسېد او په ما ناڅاپي د چوپتيا دوره راغله. مونږ کړکۍ ته نيژدې يو مېز باندې ناست وو او د پرنسس سټريټ باغونو ته مو کاته. لږ وروسته ورته ما د خپل زوړ کور، چې تېر کال مو پريښى و، په کلي کې د خپلو ساتلو څاروو، او د خپل ورور (د مرګ) کيسه وکړه.

"زه په دې ډېر خفه شوم، بېچاره" هغه دا خبره دومره په اخلاص وکړه چې همدردۍ يې ماته ژړا راوسته. بيا هغه موضوع بدله کړه او د خپل کور او د خېبر په علاقه غېر کې د خپلې کلا کيسې يې راته وکړې، او ماته د هغه د قبيلې د خلکو په اړه د هغه خبرو داسې خوند راکړ چې خپل غم رانه هېر شو. کله چې به هغه ماته د خپل وطن د جنګياليو خبرې کولې نو سترګې به يې سختې شوې، خو لږه شېبه وروسته چې به يې د خپلې مور او خويندو خبرې پېل کړې نو سترګې به يې د ښځو د سترګو په څېر نرۍ شوې.

دا وخت هم د هر خوشحاله وخت په څېر داسې زر تېر شو چې مونږ پوهېدو نو ناوخته شوى و.

 


[1]               دا د لومړۍ نړيوالې جګړې يادونه کوي چې په ١٩١٤ء کې پېل شوې وه. ژباړن

[2]               انګرېزانو د شمالي پښتونخوا هغې سيمې ته چې له افغانستانه يې بېله کړې وه د "هندوستاني سرحد" نوم ورکړى و، او د جنوبي پښتونخوا سيمې يې په "برتانوي بلوچستان" کې شاملې کړې وې. دغه سيمې انګرېزانو وروسته پاکستان ته پرېښودلې او نومونه يې هماغه "سرحد" او "بلوچستان" پاتې شول. ژباړن


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.