Banner

بس خو!

15.06.2009 04:01

غزل

عبدالهادي حېران

تورې  دي که سکڼې که پى مخې دي

بس خو جينکۍ مې ټولې خوښې دي

دي د پېښور که د کابل ښکلې

يو شان مې په زړه باندې راخښې دي

داسې لکه غېږه د محبوب، تودې

داسې لکه شونډې د يار، يخې دي

اودرېږي، مسکۍ شي، بيا روانه شي

دا يې د اقرار څرګندې نښې دي

ځار يې د کابل له ښکلاګانو کړې

ډېرې د حېران په زړګي خښې دي

شکېلا وردک 30.11.2009 07:12

زما سلامونه او نیکی هیلیی د زړه د دکومی هادی حيران صاحب ته.
دا زما لومړی ځل ده چی ستاسي دا ښکلي ويب لاک مي وکتلو او زما ډير خوښ شولو او وروسته له نن نه تل به ګورم .
او ښاغلی يه وزه تاسو د برياوو په هيله يم.

10:41 30.11.2009

سباوون ځاځی 06.11.2009 03:58

حیران صاحب سلامونه گرانه دمیاخیل صاحب خبری

په نظر کی ونیسه
گرانه تل په پښتو مین اوسه
هو هیردی نه وی بارکوال میاخیل صاحب ته گیډی گیډی سلامونه دسباوون لخوا
( په درنښت) (سباوون ځاځی کابل)

هڅاند 09.09.2009 02:25

میاخېل صاحب سلامونه مې ومنه!
ډېرښه ټکي ته دي ګوته نېولې ده،دښ اوخ توپیرهرومروبایدوشي خودنخښي پرځای دنښي کارول ښایي پرځای وي،ځکه دزیارپه خبره دنښي لیکل اوویل دواړه دلمړني هغه په پرتله اسان دي:
حمیدهڅاند/هند

باركوال مياخېل 08.07.2009 06:21

ګران ملګريه هادي حيرانه
سلامونه او لورېينې مي ومنئ
روغتيا او خوشالي مو غواړم. كله چي وخت پيدا كړم ستاسې ويبلاګ (كره كتنه) د كره كتنې د تندې د ماتېدو په هيله ګورم او ځينې شيان پكې لولم، خو نن مي چي ستاسې بلاګ ته سر ور ښكاره كړ، پر سر يې ستاسې يوه غزل پرته وه، ومي لوستله، تاسې خو حيران ياست زه مو حيران كړم چي د (كره كتنه) په نامه ويبلاګ كې خپله د بلاګګر په غزل څنګه شعري قوانين داسې تر پښو لاندې شوي دي. ستاسې د غزل قافيې ټولې لهجوي قافيې دي چي يواځې د پښتو په پاسنۍ لهجه كې به كېداى شي سره ورته وي خو د پښتنو په لاندېنۍ لهجه كې چي (ښ) په اصلي حالت كې تلفظوي، دا قافيې نه سره تړل كېږي. دا كار د پښتو ژبې ستر شاعر رحمت شاه سايل صاحب هم كوي چي ډېرى شاعران د ده همدغو نيمګړتياوو ته ګوته نيسي، خو تاسې چي په كره كتنه ډېر پوه ياست او د (كراچۍ په جرس ادبي جرګه) او د قلندر مومند صاحب په (ساهو ليكونكيو مركه) كې كره كتنه د يوۀ شاګرد په څېر په عملي توګه زده كړې ده داسې تېروتنه مو بايد نه واى كړې.
مثلاً: پخۍ مخې، يخې، ښخې، له خوښې او نښې، قافيو سره نه تړل كېږي، ځكه هر څوك يې (خوخې، نخې) نه تلفظوي او شعر بايد څوك د يوې لهجې لپاره ونه ليكي، بايد د ټولو پښتو ويونكيو لپاره يې وليكي چي هيڅ ډول قافيوي او لهجوي ستونځه ورته پكې نه وي.
تاسې ښخې تورى (خښې) ليكلى، په اصل كې دا (ښخې: ښخ) دى، تاسې خو (خ او ښ) دواړه په (خ) تلفظوئ او (خخې: خخ) يې واياست، نو تاسې ته ځكه درك نه دركوي، همدارنګه نخښه هم (نښه) نه ده، بايد په اصلي او لرغونې بڼه (نخښه) وليكل شي، څوك بايد د پښتو لرغوني توري د خپلې لهجې په بڼه ونه ليكي، ځكه چي دا د نورو سيمو او د نورو لهجو د خلكو لپاره ستونځه رامنځته كوي، چي خداى مه كړه بيا به هيڅكله هم د يوې معياري او ټولمنلې ژبې څښتنان نه شو.
هيله ده زما دا څو خبرې د وړانديز په توګه ومنئ، نه د نيوكې په توګه.
په درنښت
ستاسې ملګرى ...... باركوال مياخېل .... كوټه

http://barakwal.bloguna.tolafghan.com/

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.